CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو په اړه د روسيې د ولسمشر پوتين خبرې په لوړه کچه ستايو

cri     (GMT+08:00) 2019-02-21 17:37:36

 چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه په نوبتي خبري ناسته کې د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو په اړه د روسيې د ولسمشر پوتين خبرو لوړه ستاينه وکړه.

پوتين څو ورځې مخکې ملت ته په کلنۍ وينا کې وويل، چې روسيه له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. د مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ د روسيې او چين تر منځ اړيکې د ثابتو نړيوالو چارو لپاره مهمې دي، د ښو اقتصادي همکاريو بېلګه ده او د اروپا او اسيا د امنيت د ساتنې لپاره ګټورې دي. په دې اړه ګنګ شوانګ وويل، چې په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې د چين او روسيې ترمنځ هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو پرمختګ موندلی دی چې نه يوازې په دوه اړخيزه کچه يې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، بلکې د نړۍ د سولې او ثبات لپاره هم ګټورې تمامې شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای