CRI Online

تبصره: چين او امريکا د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په برخه کې درې ګډ ټکي لري

cri     (GMT+08:00) 2019-02-24 16:22:40

د چين او امريکا د عالي اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو اووم پړاو اوس د امريکا په واشنګټن کې روان دی او دواړو هېوادونو په دې پړاو کې د سوداګرۍ د برابرۍ، کرنې، د تکنالوژۍ د تبديل، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې، پولي خدمت په برخو کې مثبت پرمختګ موندلی دی. په دې جمله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په اړه ګډې موافقې د زياتېدو په حال کې دي. لامل يې دا دی چې د پوهنې ملکيت حق ساتنه د نوښت او پرمختګ په برخه کې د هر يوه هېواد لازمه اړتيا ده. چين او امريکا په نړۍ کې د دوو ډېرو لويو اقتصادي ځواکونو په توګه په دې برخه کې درې ګډ ټکي لري.

لومړی: د اقتصاد د سيالۍ ځواک د لوړتيا په برخه کې، د پوهنې ملکيت حق ساتنه د چين او امريکا ګډه غوښتنه ده. شک نه شته چې چين د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په برخه کې يو لوی هېواد ګرځېدلی، خو يو قوي هېواد لا هم نه دی. نو له دې امله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې پياوړتيا د چين د اقتصاد د سيالۍ ځواک د لوړتيا لپاره ډېره لويه هڅونه ده. د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په برخه کې د نړيوالو همکاريو ژورتيا يوه ښه لار ده. امريکا په ټوله نړۍ کې د نوښت په برخه کې يو لوی او قوي هېواد دی او د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په اړه د دغه هېواد قانوني سيستم بشپړ او قوي دی چې دا د چين لخوا د زده کړې وړ ده، نو د پوهنې ملکيت حق ساتنه په تېرو څو کلونو کې څو څو ځله د دواړو هېوادونو د ډيالوګ په لېست کې شامل شوه او د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريز ډيالوګ يو مهم مطلب هم دی.

دوهم: د نړيوال اقتصادي نظام له لحاظه، د پوهنې ملکيت حق ساتنه يو ډول معيار ګرځېدلی دی. د اقتصاد نړيوال کېدل او د پوهنې اقتصادي کېدل د عصري نړيوالې سوداګرۍ يوه ښکاره ځانګړتيا ګرځېدلې ده. چين او امريکا په نړۍ کې د دوو ډېرو لويو اقتصادي ځواکونو او سوداګريزو هېوادونو په توګه په دې برخه کې ګډې ګټې لري.

درېيم: د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو له لحاظه، دواړه هېوادونه بايد يو د بل هېواد د پوهنې ملکيت حق وساتي. اوس امريکا د چين ډېر لوی صادراتي بازار او شپږم وارداتي بازار دی. چين د امريکا ډېر چټک پرمختګ لرونکی صادراتي بازار او لومړی لوی وارداتي بازار دی. د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکې ډېرې نژدې دي، نو د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په برخه کې يو له بل څخه يې غوښتنې زياتې دي.

اوسمهال، د دواړو هېوادونو د اقتصاد مرکچي ډلې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو موافقو د پلې کولو لپاره پر سلامشورو بوختې دي. دواړو خواوو د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په برخه کې د ګډو ټکو پيدا کول يو ښه مثال دی. که دواړه هېوادونه پر کوم مطلب بحث وکړي، د دواړو خواوو او ټولې نړۍ د ګډو ګټو پر بنسټ به د ګډو موافقو د پراختيا او د توپيرونو د کمښت په رڼا کې ګټور تړون لاسليک کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای