CRI Online

د چين د پولي چارو امنيت او ثبات په اغيزمنه توګه ساتل شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-02-26 15:01:14

د چين د بانکي چارو او بيمو د څارنې او ادارې کميټې مرستيال رئيس وانګ جاو شينګ د روانې مياشتې په ۲۵نېټه په بېجينګ کې وويل چې تر څه باندې دوو کلنو کوششونو او هڅو وروسته د چين د پولي چارو امنيت او ثبات په اغيزمنه توګه ساتل شوی او په بنسټيزه توګه د پولي ننګونو مخه نيول شوي او د هغو پولي پيسو د کارونې هغه جوړښت بدل شوی چې له واقعي اقتصاد څخه وتلې دي.هغه زياته کړه چې اړوندې څانګې د پولي چارو د ورخلاصون لپاره د نويو تدبيرونو په څېړنې لاس پورې کړی.

د پولي ننګونو مخنيوی په دې وروستيو کلونو کې د پولي تګلارو په برخه کې د پاملرنې وړ دی.نوموړي په همدې ورځ د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا په جوړه شوې خبري ناسته کې وويل چې له دوو کلونو راهيسې د چين حکومت په وار سره د يادو چارو د څارنې لپاره شاوخوا سل نظامونه،قانوني مقررات او سندونه جوړ او تعديل کړي چې له امله يې اړونده خلا ډکه شوې ده. په عين وخت کې دوی د بانکي بيمو د څو لکو اورګاونو پلټنه هم کړې او شاوخوا شپږ زرو اړوندو مؤسسو ته يې سزاوې ور کړي چې په پايله کې د چين پولي ننګونې کمې شوې دي.هغه وويل(اواز...) تر دوو کلنو کوششونو وروسته پولي حالت ښه شوی او په پولي چارو کې په اغيزمنه توګه د ډول ډول ناقانونه کړنو مخه نيول شوې او د بانک له څارونکي سيستم پرته د نورو پولي اورګانونو کړنې هم په اغيزمنه توګه د حکومت تر کنترول او څارنې لاندې دي چې له دې کبله پولي ننګونې کنترول او کمې شوې او پولي امنيت او ثبات په ښه توګه ساتل شوی او د پولي پيسو د کارونې هغه جوړښت بدل شوی چی له واقعي اقتصاد څخه وتلي دي.

نوموړي په پولي بازار کې د ګډوډۍ د له منځه وړلو په موخه د راتلونکي کارونو په هکله په اشارې سره وويل چې د چين حکومت بايدد بانکي اورګانونو د ناوړو دارايو تنظيمولو ته دوام ور کړي،د سيمه ييزو حکومتونو د پورونو د له منځه وړلو کارونه دې تر سره کړي او له بهرنيو ننګونو سره د مقابلې توان دې پياوړی کړي. هغه داسې وويل(اواز............) په نړيوال پولي بازار کې رامنځته شوي بدلونونه لکه د ځينو عمده هېوادونو د پيسو تنظيمول او د ګټو انډول بدلون د پولي سرمايو پر تګ راتګ او د پيسو د تبادلوي ارزښت پر بدلون اغيزه کوي.دغه عوامل زمونږ د پولي بازار پر ثبات اغيزه کوي،نو ځکه مونږ بايد پر وخت له حالت سره سم له بهرنيو ننګونو سره مقابله وکړو.مونږ بايد په دوامداره توکه دغو ننګونو ته ډېره پاملرنه وکړو او د دغو ننګونو مخنيوی دې وکړو او د پخوانيو لاسته راوړنو پر بنسټ دې د ناقانونه کړنو د لېرې کولو لپاره لازياتې هڅې وکړو.

اوس مهال د چين حکومت د پولي ننګونو د له منځه وړلو ترڅنګ د پر له پسې ورخلاصون له لارې په پولي بازار کې خوځنده ځواک راپاروي تر څو د چين پولي سيستم د سيالۍ توان پياوړی شي.له دې نه مخکې چين په وار سره په دې برخه کې د ورخلاصون په اړه ۱۵ تدبيرونه خپاره کړي.نوموړي وويل چې دغه تدبيرونه اوس پلي شوي دي.هغه زياته کړه(اواز........)اوس دغه ۱۵ تدبيرونه پلی شوي دی.په عين وخت کې مونږ په پولي چارو کې د بهرنيو پانګه اچوونکو اورګانونو غوښتنو ته هم مثبت ځوابونه ور کړي چې ځيني يې تر اوسه منظورې شوې دي.په راتلونکو څو کلونو کې به د چين د بيمو چارې لاپرانيستې وي چې له دې کبله به د بيمو لازيات بهرني شرکتونه چيني بازار ته داخل شي.

د چين د بيمو د اړوندو شخصيتونو په خوله پر يادو پنځلسو تدبيرونو سربېره د چين حکومت د پولي چارو د ورخلاصون د نويو تدبيرونو په څېړنې لاس پورې کوي.د بېلګې په توګه په دغو نويو تدبيرونو کې د چين په بازار کې د بهرنيو بانکونو او بيمو د ونډو حقونه،پانګونه او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای