CRI Online

د ۲۰۱۸ کال د دوو ملي جرګو په غونډو کې وړاندې شوې لس زره لايحې پر وخت پلې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 16:22:48

د ۲۰۱۹ کال د چين د دوو ملي جرګو غونډې به ژر تر سره شي. زمونږ خبريال د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه خبر ور کړ چې تېر کال د چين د دولتي شورا د بېلا بېلو څانګو تر لارښوونې لاندې د چين د ملي کانګرس د استازو له خوا وړاندې شوي ۶۳۱۷ وړانديزونه او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د غړو له خوا وړاندې شوي ۳۸۶۳ لايحې پلې شوې چې شمېر يې د تېر کال د دوو ملي جرګو په غونډو کې د وړاندی شويو وړانديزونو او لايحو د عمومي شمېر په سلو کې نوي برخه نيسي. د دغو وړانديزونو او لايحو پلی کېدل د چين په بېلا بېلو ساحو کې د لا ډېرو اصلاحاتو او پرمختګ سبب شوي دي.

تېر کال د چين د دولتي شورا د بېلا بېلو څانګو له خوا د پلې شويو لايحو او وړانديزونو شمېر په لوړه سويه ساتل شوی دی.د چين د ګمرکاتو د عمومي ادارې مرستيال جوجي وو وويل چې تېر کال زموږ د ادارې له خوا د پلې شويو لايحو شمېر ۲۰۷ ته رسيدلی چې په دې جمله کې يې زياتره د ګمرکي موثريت د لوړوالي، د ګمرکي بهير د غوره والي او د ګمرکي پروسې د اسانېدو او په بندرونو کې د معاملي لګښت له کمښت سره تړاو لري. اړوندو ګمرکي څانګو په ټاکلي وخت کې د يادو لايحو په اړه کارونه تر سره کړي چې دا د يادو استازو او غړو لپاره د خوښې وړ ده. په عين وخت کې له دې کبله په چين کې بهرنۍ سوداګرۍ هم لا اسانه شوې ده. ښاغلي جو وويل(اواز..........) تېر کال د ګمرکاتو عمومي ادارې د ګمرکي موثريت لوړوالي او د معاملو د لګښت کمښت ته د دوو ملي جرګو د غونډو استازو د پاملرنې په اړه مثبت غبرګون ښودلی، همغږي مو پياوړې کړې او د نړيوالو بازاري اړتياوو له مخې د ښه سوداګريز چاپيريال د برابرولو لپاره مو هڅه کړې چې له امله يې په همدې کال کې د صادراتي او وارداتي مالونو د تګ راتګ وخت په جلا جلا توګه د وړم کال په پرتله په سلو کې شپږ پنځوس او يو شپېته کم شوی دی.د نړيوال بانک د تازه راپور له مخې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د سوداګريز چاپيريال مقام د پخوا په پرتله ډېر لوړ شوی دی.

هغه زياته کړه چې د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې په فعاله توګه د هغو عمومي سيمو د پرمختګ لپاره کوشش کړی چې پکې امتيازي مالي تګلاره غوره کيږي. تېر کال د دغې ادارې د لايحې له مخې د چين د دولتي شورا له خوا د منظورو شويو دغو سيمو شمېر شپږ و او د دې ترڅنګ د صادراتي توليداتو د چمتو کېدو په اړه څوارلس سيمې هم پر همدغو سيمو بدلې شوې چې له دې کبله يې د اصلاحاتو او ورخلاصون د پرمخبيولو لپاره لامثبت رول لوبولی دی.

د چين د بازارونو څارنې او کنترول د عمومي ادراې مرستيال مشر تانګ جون وويل چې تېر کال زموږ د ادارې له خوا د پلې شويو لايحو شمېر ۵۶۰ ته ورسيد. د ده د معلوماتو له مخې دوی په فعاله توګه دغه ارزښتناک وړانديزونه پلی کړي او د چين د سوداګريز نظام د اصلاحاتو او د سوداګريز چاپيرال د ښه والي لپاره يې ډېرې هلې ځلې وکړې.

د چين د ايکولوژيکي چاپيريال وزير مرستيال جوانګ ګوو تاې په همدې ورځ وويل د هوا د ککړتيا مخنيوی او کنترول د پاملرنې وړ دی او يادو استازو او غړو هم دغې مسئلې ته ډېره پاملرنه وکړه.هغه زياته کړه چې د دغو استازو او غړو له خوا وړاندی شوې لايحې زمونږ په کارونو کې پلې شوي دي.هغه وويل(اواز......) تېر کال مو د هوا ککړتيا د لامل او د ککړتيا د کنترول تخنيکونو په اړه څېړنه پيل کړه او په عمده توګه مو بېجينګ ، تيان جين او د هه بۍ ولايت د ځينو ښارونو د هوا د ککړتيا لامل تحليل کړ او پردې بنسټ د هوا ککړتيا د مخنيوي او کتنرول لپاره مو ځانګړی لايحې وړاندې کړې.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای