CRI Online

په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ: د چين او پاکستان تر منځ ګوندي او دولتي اړيکې به ټينګې شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-01 16:21:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په اسلام اباد کې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر او د خلکو ګوند له رئيس اصيف علي زرداري په بلنه له نوموړي سره وکتل.

زرداري وويل که په پاکستان کې سياسي حالت هر څنګه بدلېږي، له چين سره دوستي نه بدلېږي او دا د پاکستان د ديپلوماتيکو پاليسو بنسټ او د بېلا بېلو ګوندونو او ډلو تر منځ موافقه ده. زرداري وويل چې اوسمهال پاکستان له ځينو ستونزو او چلنجونو سره مخامخ دی او د چين له ملاتړ او بی شرطه مرستو څخه مننه کوي. د خلکو ګوند غواړي چې د چين له کمونېست ګوند سره تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي، په ټيڼګار سره په هراړخيزه توګه د ستراتيژيکو همکاريو دوستانه اړيکې او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ابادۍ ملاتړ کوي، د دواړو هېوادونو تر منځ د سالمو اړيکو د ټينګښت لپاره کوښښ کوي.

ياو جينګ وويل: د خلکو ګوند د چين د خلکو زوړ دوست او ښه ملګری دی او په اوږده موده کې له چين سره د دوستۍ پر تګلارو ټينګار کوي. تاسو د ولسمشر په توګه د خپل واکنۍ په موده کې د چين او پاکستان تر منځ هراړخيزو همکاريزو اړيکو ته پرمختګ ورکړی او د ذات البيني اړيکو لپاره مو خدمتونه تر سره کړي. چين غواړي چې د کمونست ګوند او د خلکو ګوند تر منځ تګ راتګ پياوړی شي او د هېواد د ادارې په برخه کې يو د بل تجربې زده کړي او د دواړو ګوندونو او دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو ته پرمختګ ورکړي.

ژباړونکې:ډ‌يوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای