د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍد مارچ په ۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د خپلواک کميسيون او د ټاکنو د شکاياتو کميسيون نوي غړي وټاکل.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان له مخې د يادو دوو کميسيونونو له ۸۱ کانديدانو څخه ۱۴ کسان چې ډېرې رايې يې وړې وې د ټاکنيزو کميسيونونو د غړو په توګه معرفي کړل.
د دغو کميسيونونو د نويو غړو کاري موده به له ۳ کالونو څخه تر ۵ کالونو پورې وي. په همدې ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ټاکنيزو کميسيونونو د نويو غړو د لوړې مراسمو تر سره شول.
غني په يادو مراسمو کې وويل، د دې دوو ارګانونو نوي غړي تر شفافې پروسې لاندې ټاکل شوي دي. دوی د افغانستان د ټولو سياسي ګوندونو او نوماندانو لپاره د تاييد وړ دی.
د مالوماتو له مخې، د سږکال د جولای په ۲۰مه نېټه به د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې تر سره شي. څه موده وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په ټاکنيزو کميسيونونو کې د اصلاحاتو راوستلو او د راتلونکو ټاکنو د شفافيت په موخه د ټاکنو قانون د تعديل طرحه تصويب کړې وه.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |