CRI Online

وروستیو اورښتونو د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-05 12:30:58

د واورې او باران اورېدو د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې مالی زیانونه اړولي او د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی. خوست، لوګر، غزنی کې له مرکزونو سره د ولسوالیو لارې تړلي دي. له خوست او لوګر تازه راپورونه وايي، چې هلته له دیرشو زیات کورونه نړیدلي او لسګونه څاروي تلف شوي دي. غزني کې بیا د مارچ د لومړۍ شپې راهیسې له مرکز سره د ولسوالیو لارې تړل شوي دي، غزني کې د واورې کم تر کمه اورښت شپیته سانتي متره او زیاته هغه بیا تریو نیم متر ده. د کابل او شمال لویه لار بیا سالنګ کې د مارچ د لومړۍ ورځې له شپې راهېسې بنده ده. په جنوبي سالنګ کې له لسو زیات برف کوچونه راغلي خو د سر او مال زیان نه لري. کندهار، فرا، هلمند او یو شمیر نورو ولایتونو کې بیا سیلابونه راوتي، لسګونه کورونه یې نړولي، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې لاندې کړې ده. د کندهار ولایت چارواکو ویلي، په سیلابونو کې دوولس تنه وژل شوي ، اتلس نور ټپیان او یو زرو دوه سوه تنه نور د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای