CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د داخلي مغولستان د ايکولوژيکي چاپيريال د ابادۍ او د خلکو د ژوند په هکله وړانديز وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-06 10:58:57

د چين د ديارلسم ملي ولسي کانګرس دوهمه کلنۍ غونډه د مارچ په پنځمه نېټه پرانيستل شوه. د همدې ورځې په ماښام د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د داخلي مغولستان د کورواکې سيمې د پلاوي له استازو سره په ګده د حکومتي کارونو پر راپور بحثونه وکړل او په دې ترڅ کې يې خپل نظرونه څرګند کړل.

د ايکولوژيکي چاپيريال د ابادۍ د پياوړتيا ستراتيژي نه بدلېدونکې ده.

د رئيس شي جين پينګ او يادو استازو ترمنځ په بحثونو کې شين پرمختګ څو څو ځله ياد شوی دی. د ده په اند په هغه بهير کې چې د چين اقتصاد له ګړندي پرمختګ څخه باکيفيته پرمختګ ته اړوي،د ککړتيا مخنيوي او د چاپيريال ساتنه يوه مهمه برخه بلل کېږي. هغه وويل : مونږ بايد په دې برخه کې ستونزې لېرې کړو او د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتلو پر پياوړتيا دې ټينګار وکړو.

هغه په خپلو خبرو کې تائيد کړی چې نه شو کولی چې د ايکولوژيکي چاپيريال په قربانۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅه وکړو او حتی د چاپيريال د ساتنې له سرې کړښې څخه ووځو.

د داخلي مغولستان کورواکه سيمه د چين په شمال کې پرته ده او د نورو سيمو نه مخکې د چين له خوا جوړه کورواکه سيمه ده چې پکې د کورواکې سيمې اداري نظام غوره کيږي او هلته پنځه پنځوس قومونه ژوند کوي.

رئيس شي جين پينګ داسې وويل چې مونږ به د چين په شمال کې د مهم ايکولوژيکي او امنيتي ضمانت په توګه د داخلي مغولستان د ابادۍ لپاره هڅه وکړو چې دا د چين د پرمختيايي جوړښت له مخې ټاکل شوې ستراتيژي ده او د د دې سيمې لپاره لازم او ستر مسئوليت هم دی.په دې هکله چې داخلي مغولستان څنګه شين پرمختګ وکړي؟هغه وړانديز وکړ: لومړی مونږ بايد د اقتصادي پرمختګ او ايکولوژيکي چاپيريال د ساتلو ترمنځ له اړيکو سره سم چلند وکړو او د هغې نوې لار د پيدا کولو لپاره دې هڅه وکړو چې د دې سيمې له ستراتيژۍ او ځانګړتيا سره سمون لري. دوهم د څړځايونو او ځنګلونو ساتنه د داخلي مغولستان د ايکولوژيکي سيستم د ساتلو لومړۍ دنده ده.نو بايد د دې سيستم د داخلي اصولو مراعات وکړو او په بېلا بېلو ځايونو کې دې له واقعي حالاتو سره سم بېلې تګلارې غوره کړو.درېيم بايد د چاپيريال په اړه د پاملرنې وړ مسئلې په ښه توګه حل کړو چې دا نه يوازې د چاپيريال او د خلکو د ژوند د ښه والي اړتيا ده بلکې د ايکولوژيکي مدنيت د ابادۍ بېړنۍ دنده هم ده.

رئيس شي جين پينګ د داخلي مغولستان د خلکو د ژوند جزياتو ته ډېره پاملرنه وکړه.

په يادو بحثونو کې ګډون کوونکو استازو د خلکو د ژوند جزياتو ته د رئيس شي جين پينګ له پاملرنې څخه ژوره خاطره درلوده. تر دې وروسته چې د يوه کلي د ګوندي کميټې منشي جانګ جي شين د کليوالو د ژوند په اړه کيسه وکړه. رئيس شي جين پينګ د دې کلي د غوايانو د روزلو،د کليوالو د عايداتو د تر لاسه کولو او په کليوالو سيمو کې د تشنابونو د ښه والي په باب مشخصې پوښتنې وکړې او اړوند معلومات يې تر لاسه کړل.

د چين د ملي ولسي کانګرس د مغولي قوم استازي وو يون بو د مالدارانو د شتمنېدو تر عنوان لاندې وينا وکړه . هغه په خپل ټاټوبی کې د غوايانو د روزلو لپاره يوه ځانګړې همکاريزه ټولنه جوړه کړه او د دې ټولنې د جوړېدو له لارې يې له شاوخوا بې وزلو کسانو سره مرستې وکړې چې په پايله کې بې وزلو کسانو ترې ګټې اخيستې او اوس شتمن شوي دي.

وو يو بو خبريال ته وويل چې رئيس شي جين پينګ په جدي توګه زما وينا واورېدله او په موسکا سره يې زما پوښتنو ته خوابونه ور کړل او ويې ويل چې بايد دغه ډول ټولنې ته پرمختګ ور کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای