CRI Online

افغان مېرمنو د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي او کوي يې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-08 16:56:00
افغان مېرمنو د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي او کوي يې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان عکاسه فاطمه حسيني څو ورځې مخکې د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځنې په پار په افغانستان کې د چين په سفارت کې د خپلو عکسونو نندارتون ترسره کړ. هغې وويل، افغان ښځې له اوږدې مودې راهيسې له داسې ستونزو سره مخ دي چې په نورو هېوادونو کې نشته. د دوی اوازونه او ښکلا د جګړې له امله پټ ساتل شوي دي. حسيني هيله لري چې د خپلو عکسونو له لارې نړۍ ته د افغان ښځو ښکلا، هوښيارتيا او زخمتکښه بڼه څرګنده کړي.

د افغانستان د ښځينه خبريالانو د ملاتړ مرکز مشرې فريدې نيکزاد خبريال ته وويل، د طالبانو رژيم له ړنګېدو وروسته، افغان مېرمنو د پرمختګ لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي او کوي يې. اوس په افغانستان کې ۳۲۴۰ تنه ښځينه پوليس او ۱۶۸۹ ښځينه سرتيري شته. د ښځينه زده کوونکو شمېر د زده کوونکو په عمومي شمېر کې څلوېښت سلنه نيسي، په حکومتي کارکوونکو کې د ښځو اندازه اوه ويشت اعشاريه درې سلنه ده. د انتخاباتو قانون له تعديل کېدو سره سم به په سياسي چارو کې د افغان ښځو د ګډون انډول نور هم لوړ شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای