CRI Online

چين د هوا د ککړتيا مخنيوي ته دوام ورکوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-12 15:48:02

د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزير لي ګان جيه د مارچ په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين د شين اسمان دفاعي مبارزې د لوړ پوړ ډيزاين بشپړ شوی او د ادارې جوړښت په بنسټيزه توګه رامنځته شوی دی. په ۲۰۱۹ کال کې به چين د ککړتيا مخنيوي ته وده ورکړي، د ايکولوژيک سيسټم ساتنه او بيارغونه به پياوړې کړي، د شين رنګ چاپيريال د ساتنې صنعت به پياوړی کړي او په فعاله توګه د نړيوال اقليم ادارې او د ژوند تنوع ساتنه کې به برخه واخلي.

په بېجينګ کې د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګرس په دوهمه غونډه کې د ککړتيا مخنيوي او د چاپيريال د ساتنې مسئلې د ډېرې پاملرنې وړ دي. د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزير لي ګان جيه د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې خبريالانو ته وويل چې د چين د شين اسمان دفاعي مبارزې د لوړ پوړ ډيزاين بشپړ شوی او په ۲۰۱۸ کال کې د چين د هوا او چاپيريال کيفيت ښه شوی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې د چين په ۳۳۸ ښارونو کې د ښې هوا ورځو انډول يو اعشاريه ۳ سلنه زيات شوی چې ۷۹ اعشاريه ۳ سلنې ته رسېدلی او د PM2.5 انډول ۹ اعشاريه ۳ سلنه کم شوی دی. په ټوليز ډول، له يو کال راهيسې په چين کې د شين آسمان دفاعي مبارزې پرمختګ او اغېزمنتوب ښه و.

وزير لي ګان جيه وويل چې د چين د ايکولوژۍ او چاپيريال وزارت به د شين رنګ پرمختګ نوې لار د لټولو لپاره کوښښ وکړي.

موږ بايد په ښه توګه د ککړتيا د مخنيوي او ادارې کارونه تر سره کړو او درې بنسټونه به پياوړي کړو. د دې لپاره اړين دي چې د شنو توليداتو ميتودونو او ژوندانه لارو ته وده ورکړو، په کلکه سره د ايکولوژيکي سيسټمونو ساتنه او بيا رغونه پياوړې کړو او د چاپيريال د ادارې سيسټم او د حکومتدارۍ توان د عصري کېدو لپاره کوښښ وکړو.

اقليمي بدلون د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ يوه لويه نړيواله ننګونه ده. لي ګان جيه وويل چې تر ټولو د لوی پرمختيايي هېواد په توګه چين په فعاله توګه په نړيواله اقليمي اداره کې ګډون کړی او کوي يې. په عين وخت کې په چين کې د کاربن د کنټرول سيسټم کارول کېږي چې د شنو خونيزو ګازونو د کمولو او له اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره به ښه رول ولوبوي. لي ګان جيه وويل چې چين به په ټينګه سره له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره ملي ستراتيژي پلې کړي.

لومړی، د ټيټ کاربن ټېکنالوژۍ د پرمختګ ملاتړ کوي. دوهم، د کاربن مارکيټ د ادارې نظامونو د جوړولو او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ توان به پياوړی کړي او په مؤثره توګه د شنو خونيزو ګازونو د خپرېدو اندازه به کنټرول کړي. درېيم، په فعاله توګه د اقليمي بدلون له اغېزو سره سمون او د شنه او ټيټ کاربن بدلون پرمختګ ته به وده ورکړي. څلورم، په پر له پسې او ژوره توګه د اقليمي بدلون په نړيوالې ادارې کې به ګډون وکړي او د ټيټ کاربن د پرمختګ نوي فرصتونه به په ګوته کړي. پنځم، د اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده ځواک روزنه به وکړي او د اقتصادي بدلون په برخه کې د ټيټ کاربن لارښوونکي رول به ولوبوي، د ايکولوژيک تمدن د جوړولو او د چاپيريال ککړتيا د مخنيوي په برخه کې د همغږۍ رول به ولوبوي ترڅو له نړيوال اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره نورو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای