CRI Online

د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د پنځم پړاو په خبرو اترو کې پرمختګ ښکاري

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 15:38:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د پنځم پړاو خبرې اترې د مارچ په ۱۲مه نېټه د قطر په پلازمينه دوحه کې پای ته ورسيدې او پکې يې پرمختګونه کړي دي

دغه خبرې اترې د تېرې مياشتې په ۲۵مه نېټه پيل شوې وې.د قطر خبري اژانس خبر ور کړ چې دواړو خواوو په دغو خبرو اترو کې له افغانستان څخه د امريکا او د دوی د ملګرو ځواکونو د وتلو او د افغانستان په خاوره کې د طالبانو له خوا د امريکا او نورو هېوادونو ګټو ته د زيانونو د نه رسولو په هکله يې بحثونه کړي دي.

طالبانو تر دې خبرو اترو وروسته په يوه اعلاميه کې وويل چې دواړو خواوو په دې خبرو اترو کې له افغانستان څخه د امريکا په شمول د بهرنيو پوځي ځواکونو د وتلو او په دې اړه د مهالويش په هکله پرمختګونه کړيدي.خو هغه خبر يې رد کړ چې دواړه خواوې په افغانستان کې د اوربند او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مستقيمو خبرو اترو په هکله موافقې ته رسيدلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندروبيرټ پالاديانو د مارچ په ۱۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې د اهميت وړ پرمختګونه تر لاسه شوي دي.

د افغانستان جوړجاړي چارو په هکله د امريکا ځانګړی استازي زلمی خليل زاد په همدې ورځ وويل چې که څه هم دغه خبرې اترې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي، خو اوس سمې لارې ته داخلې شوې او رښتينی پرمختګونه مو پکې موندلي دي، نو د سولې موخې د رسېدلو شرايط ښه شوي دي.

د افغانستان خبري رسنيو خبر ور کړ چې که څه هم امريکا له طالبانو سره د ځينو کليدي مسئلو په هکله موافقې ته رسيدلي او کتبي مسوده يې جوړه کړې، خو په رسمي توګه يې نه ده لاسليک کړې .(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای