CRI Online

د شينجيانګ دارالعلوم د اسلامي دين عالمانو او پوهانو د ښوونې روزنې هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-13 17:51:17


د روان کال په فبرورۍ کې، د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې په مرکز اروموچي ښار کې هوا ډېره سړه وه، څو ورځني اورښت ټول ښار په واورو پوښلی و. د چين نړيوالې راډيو خبريال په همدې ورځ د شينجيانګ له دارالعلوم څخه چې د اروموچي ښار په يان ان روډ کې موقعيت لري، ليدنه وکړه.

کله چې خبريال دارالعلوم ته ننوت، څو پراخې او نېغې لارې يې تر سترګو شوې او د لارو پر غاړه څو ودانۍ قطار ولاړې دي. د دارالعلوم په انګړ کې يو لوی حامع جومات هم شته.

د دارالعلوم مشر پنځوس کلن ملا شيخ عبدالرقيب تومورنياز وويل چې د دارالعلوم استاذان او زده کوونکي هره ورځ په جومات کې په ګډه پنځه وخته لمونځ ادا کوي. همدارنګه نوموړي خبريالانو ته د دارالعلوم د تاريخ په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل:

((د دغه دارالعلوم د پخوانۍ لومړنۍ برخې د جوړولو کارونه په ۱۹۸۲ کال کې پيل او په ۱۹۸۷ کال کې پای ته ورسيدل، د دغې برخې عمومي پراخوالی 1.7 هکتارو ته او ودانيز مساحت يې څه باندې ۱۰ زره متره مربع ته رسيږي،اوس ۱۶۰ زده کوونکي په پخوانۍ ودانۍ کې زده کړه کوي. د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کې د دارالعلوم نوې برخه جوړه شوه چې عمومي پراخوالی يې ۱۰ هکتارو ته، ودانيز مساحت يې څه باندې ۵۰ زره متره مربع ته او د زده کوونکو شمېر يې ۱۱۰۰تنو ته رسيږي.))

د شينجيانګ دارالعلوم د چين د حکومت لخوا جوړ شوی چې پيمانه يې د دغه هېواد د نورو ولايتونو تر دارالعلوم لويه ده. دغه دارالعلوم ۸ فرعي څانګې لري او په چين کې يې د اسلامي دين د پرمختګ او خپرېدو لپاره يې ګڼ شمېر استاذان او پوهان روزلي دي.

د دارالعلوم مشر ملا عبدالرقيب وايي، د دارالعلوم په ښوونيز سيستم کې ثانوي دوره، بکلوريا، د ليسانس درې کلنه او پنځه کلنه دورې شاملې دي، دا دارالعلوم هغه زده کوونکي مني چې له لېسو څخه تازه فارغ شوي وي او يا د اسلامي دين په نورو ښوونيزو مرکزونو کې زده کړې ترسره کړې وې. همدارنګه په دارالعلوم کې د اسلامي دين د ښوونيزو مرکزونو د کارکوونکو لپاره هم د دندو ترڅنګ په فارغ وخت کې د زده کړو کورسونه ترتيب او جوړوي. په دارالعلوم کې د اسلامي دين زده کړې، د چين ملي ژبه، د هېواد کلتور، تاريخ ، قوانين او د داسې نورو مضامينو تدريس کيږي.

خبريال د دارالعلوم په ښوونيزه ودانۍ کې د زده کوونکو له لوري د درس ويلو اوازونه واوريدل. په بېلابېلو ټولګيو کې په جلاجلا توګه د اسلامي دين زده کړې، قوانين او عربي ژبه تدريس کېده. د لېسانس د څلورم ټولګي زده کوونکي نور احمد ياسين د درس په ترڅ کې خبريال ته وويل، چې هغه د شينجيانګ د جنوبي کاشغر ښار له کوچا ولسوالۍ څخه راغلی، نوموړی پخوا د عربي ژبې په الفبا نه پوهېده او قران کريم يې نه شو لوستلی، له څلور کلنې زده کړې وروسته يې په عربي ژبه خبرې کولی شي، قران کريم يې حفظ کړی دی او په ډېر ښه اواز يې تلاوت کولی شي او په اسلامي دين هم ښه پوهيږي.

((په دارالعلوم کې زما تر ټولو لويه لاسته راوړنه دا ده چې د قران کريم او حديثو هغه محتوياتو زده کړه مې کړې ده چې خلکو ته سوله، مرسته ، صبر، زغم او پراخه سينه لارښوونه کوي او پرې ټينګار کوي. ما دغه جامع هراړخيز ګټور محتويات د چين له واقعي وضعيت او کلتور سره سم مطالعه کړي او پدې سره مې د هېواد د پرمختګ او ټولنيزې همغږۍ د پياوړتيا په څرنګوالي فکر کړی او دا ما ته ډېر ارزښت لري.))

خبريال د زده کوونکو په ليليه کې وليدل چې هر پوړ يې د جامو مينځلو کوټه او تفريح کوټې لري، دغه راز د جامو مينځلو اوټوماټ ماشينونه، تلويزيونونه او نوري فايبر انترنېټ او داسې نور عصري سامان الات او اسانتياوې هم شته دي. د دغو زده کوونکو لپاره د دارالعلوم په خوړنځي کې بېلابېل خواړه لکه پلو، آش، د غوايي غوښې، د پسه غوښې، سبزۍ او داسې نور پخيږي.

حکومت هره مياشت هر زده کوونکي ته د ډوډۍ لپاره ۶۰۰ يوانه يعنې ۹۰ ډالره ورکوي او د کاشغر او ختن په ګډون د څلورو نسبتاً وروسته پاتې سيمو زده کوونکي يې د استوګنې له لګښت او فيس څخه معاف کړي دي. دغه راز ۹۰٪ زده کوونکو ته يې سکالرشيپونه اود ښوونې لپاره مرستندويه پيسې ورکوي او پدې سره يې د بې وزلو زده کوونکو له زده کړې ملاتړ او ژوند يې تضمين کړی دی.

زده کوونکی نور احمد ياسين وايي:

((له نيکمرغه سږکال مې د څو زرو يوانو په ارزښت دوه ډوله سکالارشيپونه ترلاسه کړل. له فراغت وروسته به خپل ټاټوبي ته ستون شم،هلته به په جومات او يا ځايي مدرسه کې کار وکړم او د هېواد او سيمې د ديني چارو لپاره به خدمتونه ترسره کړم.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای