CRI Online

د شينجيانګ د بشري حقوقو د پرمختګونو په اړه ناسته په ژنيو کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-15 15:36:15

د م م د بشري حقوقو د ۴۰ مې غونډې په ترڅ کې په ژنيو کې د م م په مقر کې او په سويس کې نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي پلاوي او د چين د بشري حقوقو څيړنيز انسټيټيوټ په ځايي وخت د مارچ په ۱۳مه نېټه د شينجيانګ د بشري حقوقو د پرمختګونو په اړه ناسته تر سره کړه. په ژنيو کې د م م په مقر او په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي يو جيان هوا په دغه ناسته کې ګډون وکړ او د خپلې وينا په ترڅ کې يې په شيجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد په مبارزو کې د چين د حکومت لاسته راوړنې وويلې. د چين د بشري حقوقو د څيړنيز انسټيټيوټ دريو کارپوهانو په خپلو څيړنيزو ساحو کې د شينجيانګ د بشري حقوقو د پرمختګونو په هکله مالومات ورکړل. د اوياوو هېوادونو د استازو په شمول نږدې دريو سوو ميلمانو په دغه ناسته کې ګډون کړی و او بېلا بېلو خواوو په شيجيانګ کې د بشري حقوقو د چارو د پرمختګ ستاينې وکړې.

ښاغلي يو جيان هوا په خپله وينا کې وويل چې نننی شينجيانګ په تر ټولو چټکه او ثابته تاريخي دوره کې دی، د بېلا بېلو قومونو د خلکو اقتصادي، سياسي، ټولنيز، کلتوري او د چاپيريال حقونه په بشپړه توګه تضمين شوي دي. د شينجيانګ خلک به تر ۲۰۲۰ کال پورې له ټولو هېوادوالو سره يو ځای شتمنې ټولنې ته داخل شي او هر تن به ترې ګټې واخلي. هغه وويل نننی سمسور او ثابت شينجيانګ د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد په مبارزو کې د حکومت لاسته راوړنه ده. په شيجيانګ کې د قومونو تجزيې غوښتونکو، مذهبي افراطيانو او د زورزياتي په برخه کې بېلا بېلو ترهګرو ډېر ويجاړونکي فعاليتونه تر سره کړي. زيات شمېر بی ګناه اوسيدونکو ته يې مرګژوبلې اړولي او ظاکمانه ډول يې د بېلا بېلو قومونو د خلکو بنسټيز بشري حقوق تر پښو لاندې کړي دي، نو ځکه په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو لپاره يو لړ تدبيرونه غوره شوي، مثلا هلته د مسلکي معارتونو روزنيز مرکزونه جوړ شوي چې په کې هغو کسانو سره مرسته کېږي چې د تندلارۍ تر اغيزې لاندې راغلي وي، تر څو دوی له ترهګرۍ څخه وژغوري. دغو دفاعي تدبيرونو څرګندې اغيزې تر لاسه کړې دي. په شيجيانګ کې امنيتي حالات ډېر ښه شوي او د بېلا بېلو قومونو د اوسيدونکو ملاتړ مو تر لاسه کړی دی. دا د هر يو مسئولانه حکومت لپاره وړ او اړين کارونه دي. دغه لارې د ترهګرۍ ضد د مبارزو او د تندلارۍ د له منځه وړلو په چارو کې د نړيوالې ټولنې لپاره ګټورې لارې چارې دي.

په ياده ناسته کې څو تنو بهرنيو ډيپلوماتانو په وروستۍ موده کې د چين په بلنه شيجيانګ ته سفرونه کړي. دوی په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې په شينجيانګ کې نږدې ليدنې او احساسات په ځينو خبري رسنيو کې له خپرو شويو راپورونو سره يو شان نه دي. د شيجيانګ سمسورتيا، پرمختيا او ثبات د دوی په ذهن کې ژورې خاطرې ايښې دې. په ژنيو کې د م م په دفتر کې د کيوبا دفتر استازي پيدرو لويس پيدروسو کويستا په خپله وينا کې وويل چې بايد د واقعيتونو او د باوري مالوماتو له مخې شينجيانګ وپيژندل شي او د نورو هېوادونو د بدنيت له مخې بايد شينجيانګ ته ونه کتل شي ، هر ډول ترهګري بايد د نړيوالې ټولنې لخوا وغندل شي.

ترهګري ښه او بد نه لري. د ترهګرو ټولې کړنې بايد د نړيوالې ټولنې له لوري وغندل شي. زما په نظر په دغه ناسته کې بايد دغه مسئله ياده شي او د سنجش لپاره بايد د بشري حقوقو شورا ته وسپارل شي.

په ژنيو کې د م م په دفتر کې د روسيې د دفتر مرستيال استازي جنيکيتا جوکوف وويل چې په بېلا بېلو هېوادونو کې د بشري حقوقو د چارو پرمختګ بايد د ځان د حالت پر بنسټ وي. په نړۍ کې د بشري حقوقو د پرمختيا هيڅ داسې لاره نشته چې د هر ځای له حالت سره برابره وي. د هر هېواد د اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا د يوې مهمې برخې په توګه د بشري حقوقو چارې بايد د هېواد د حالت او د خلکو د اړتياوو له مخې پرمختګ ومومي، او د يوې واکمنې ادارې له لوري بايد ونه ټاکل شي.

په ژنيو کې د م م په عمومي مقر کې د بلاروس د دايمي استازي مرستيال واديم پيساريويچ په شينجيانګ کې د مسلکي مهارتونو روزنيزو مرکزونو په هکله خپلې نظريې داسې وويلې زما په نظر دغه ډول مکتبونه نه يوازی د مسلکي مهارتونو روزنيز مرکزونه دي، بلکې د ښه ژوند د تېرولو لارې چارې هم دي. ځکه چې په دغو مکتبونو کې مسلکي روزنې شته، د رواني او ټولنيزې پوهې هم شته. ځوانان په مکتبونو کې ټولنيزې پوهې او لارې چارې زده کوي چې پکې د فکر کولو، د فشارونو کمولو، د مسئلو حلولو او له نورو سره د تګ راتګ په شمول ډېرې لارې شاملې دي تر څو دوی په ژوند کې له ننګونو سره د مقابلې توان او باور ولري. په شينجيانګ کې په تېرو دوو کلونو کې هيڅ ترهګريزې پيښې نه دي رامنځته شوي، نو ويلی شو چې د مسلکې روزنې مرکزونه د دې سيمې لپاره ګټور دي. زه هېله لرم چې دغه تمايل به دوام ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای