د Gallup په نوم د امريکا د ټولپوښتنې ارګان د يو تازه رپوټ له مخې، د نړيوالې رهبرۍ په برخه کې له چين څخه د نړيوالو د ملاتړ انډول ۳۴٪ او له امريکا نه دغه انډول يوازې ۳۱٪ دی. دا په ۲۰۰۸ کال کې د نړيوال پولي بحران له پېښېدو نه راپدېخوا دوهم ځل دی چې د چين نړيواله رهبري له امريکا نه پياوړې يادېږي.
د چين، امريکا، روسيې او جرمني د نړيوالې رهبرۍ په اړه دغه سروې د نړۍ په ۱۳۴ هېوادونو او سيمو کې تر سره شوې ده. د رپوټ له مخې، په اروپا، اسيا او افريقا کې د امريکا په پرتله لا زياتو خلکو د نړيوال لارښوونکي په توګه د چين ځای منلی دی. په افريقا کې د چين له نړيوالې رهبرۍ څخه د ملاتړ انډول له نورو سيمو نه لوړ دی چې ۵۳٪ ته رسېږي.
ټولو ته معلومه ده چې د امريکا په اثر په ۲۰۰۸ کال کې ټوله نړۍ د يو خورا سخت پولي بحران په رکود کې ولوېده. په هغه وخت کې چين د ۳۰کلونو د اصلاحاتو او ورخلاصون او نه ستومانه کېدونکو کوښښونو په اتکا نړيوال اقتصاد وژغوره او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ يو قوي خوځنده ځواک وګرځېده. په همدې کال کې د Gallup رپوټ په لومړي ځل د چين قوي نړيواله رهبري ثابته کړه چې د امريکا په پرتله يې ډېره پياوړې ښودلې وه.
نړيوال اقتصاد له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د چيني اقتصاد په مټ نړيوال اقتصاد ګام په ګام له بحران څخه ځان خلاص کړ او اوس د ورو پرمختګ تمايل ساتي. چين له تېرو څو کلونو راهيسې تل د نوښت، همغږۍ، باغوانۍ، ورخلاصون او شريکونې پر نوې پرمختيايي مفکورې ټينګار کړی، په دقيقې مرستې سره يې هر کال له بېوزلۍ څخه لس ګونه مليونه تنه ژغورلي او په ګرده نړۍ کې يې د ګډو سلامشورو، ابادۍ او شريکونې په اصولو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ يو ډګر جوړ کړی او په وار سره يې له ۱۲۳ هېوادونو او ۲۹ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ سندونه لاسليک کړي دي.
له واقعيتونو څخه څرګندېږي: د همکارۍ او ګډو ګټو په محور د چين په وړانديز د نويو نړيوالو اړيکو د ټينګولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه د نړيوالې ادارې مفکورې د نړيوالې ټولنې زيات هرکلی خپل کړي دي.
لکه څنګه چې د Gallup په ياد رپوټ کې ويل شوي، که د هېواد اقتصادي او پوځي ځواکونه سخت قوت بلل کېږي، نو نرم قوت يې بيا دا معنی ورکوي چې نور هېوادونه ورپسې پخپله خوښه ګامونه پورته کړي، نه په مجبوريت!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |