CRI Online

د پاکستان پر يو اورګاډي بريد شوی چې پکې ۳ تنه وژل شوي او ۶ تنه ټپيان دي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-17 20:20:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پاکستاني رسنيو خبر ورکړ، چې د دې هېواد په جنوب لوېديځ ايالت بلوچستان کې يو مسافر وړونکی اورګاډي باندې د مارچ په ۱۷مه نېټه بريد شوی، چې پکې ۳ تنه وژل شوي او ۶ تنه ټپيان شوي دي.

پاکستاني رسنيو د يو ځايي پوليس د خبرو په حواله وويل، چې يوې ډلې وسلوالو د دې ايالت د ديره مراد جمالي سيمې په يوه پټلۍ کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو او کله چې اورګاډی هلته ورسېده چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې د اورګاډي ۵ واګونونه له پټلۍ څخه وتلي دي.

ياد پوليس ويلي، چې مړي او ټپيان يو نژدې روغتون ته لېږدول شوي دي. د يادې چاودنې له امله د پټلۍ ځينې برخې خرابې شوې دي، نو د اړوند اورګاډي تګ له ځنډ او خنډ سره مخ شوی. پوليس د دې بريد په اړه څېړنه پيل کړې ده.

د معلوماتو له مخې، ياد اورګاډي د دې هېواد له ختيځ پنجاب ايالت له راولپنډۍ ښار څخه د بلوچستان ايالت مرکز کوټه ښار ته د حرکت په حال کې و.

تر اوسه پورې هيڅ ډلې يا شخص د ياد بريد پړه نه ده منلې.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای