د پاکستان د خبري اژانس د خبر له مخې، يو مسافر وړونکی اورګاډی د مارچ په ۱۷مه نېټه د پاکستان د بلوچستان په ايالت کې له بريد سره مخامخ شو چې له امله يې لږ تر لږه ۳تنه مړه او ۶تنه نور ټپيان شوي دي.
يو ځايي پوليس وويل نامالومو وسله والو کسانو د اورګاډي په پټلۍ کې له ليرې نه کنټرولېدونکي بمي مواد ځای پر ځای کړي وو او د دغه اورګاډي د تېرېدو په وخت کې يې ورته چاودنه ورکړه. د اورګاډي پنځه واګونه د چاودنې په ترڅ کې له پټلۍ څخه وتلي دي. د چاودنې له امله د پټلۍ ځينې برخې ويجاړې شوې او د ځينو اورګاډو تګ راتګ ځنډېدلی دی.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |