CRI Online

چین به د اسیایي تمدن دیالوګ جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 09:55:46
چین به د اسیایي تمدن دیالوګ جوړ کړي

د اسیایي تمدن دیالوګ به د می په میاشت په بېجینګ کې ترسره شي. په هماغه مهال کې به د اسیایي تمدنونو د تبادلې او ګډ برخلیک ټولنې تر سرلیک لاندې د پیل مراسم، شپږ فرعي فورمونه او اړوند کلتوري فعالیتونه ترسره شي. په دې وروستیو ورځو کې د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د دغه دیالوګ په اړه معلومات معرفی کړل.

دغه دیالوګ غواړي د اسیا او د نړۍ مختلفو هیوادونو تمدنونه په میراث واخلي او خپاره یې کړي، د تبادلې او ګډ پرمختګ یو میدان چمتو کړي، د اسیا کلتوري باور ټینګ کړي، اسیايي همغږی او همکاري پیاوړې کړي، د اسیایي انکشاف ګډې نظریې راغونډې کړي او د نوښت قوت رامنځته کړي ترڅو چې د اسیا او حتی د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره فکري بنسټ کیښودل شي.

د خبر له مخې په بلنو سره به د ډیرو هیوادونو مشران، د اړوندو نړیوالو سازمانونو مسولین او د چین او خارجي کلتوري ټولنو استازي د دغه دیالوګ د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای