CRI Online

اسراييلو اعلان وکړ چې د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د يهوديانو د استوګنې سيمه پراخوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 15:42:25
اسراييلو اعلان وکړ چې د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د يهوديانو د استوګنې سيمه پراخوي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسراييلو لومړي وزير نيتانياهو د مارچ په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ چې د اردن سيند په لوېديځه غاړه اريل ښار کې به د يهوديانو لپاره ۸۴۰ نور کورونه جوړ شي چې همدااوس پکې د ډزې پېښه رامنځته شوې.

د اسراييلي پوځونو د خبر له مخې، يو بريدګر چې ښايي فلسطينی دی، د مارچ د ۱۷مې نېټې په سهار د اريل د استوګنې سيمې ته نږدې  د يو اسراييلي سرتيري ټوپک او يو موټر برمته کړل چې په موټر کې د تښتې په بهير کې يې د بس پر يو تمځای ډزې وکړې او په پېښه کې دوه تنه اسرايليان ووژل شول. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای