CRI Online

ايران کوښښ کوي چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له چين سره په بېلا بېلو برخو کې دايمي همکاري وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-19 16:33:00
ايران کوښښ کوي چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له چين سره په بېلا بېلو برخو کې دايمي همکاري وکړي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د اقتصاد او مالي چارو وزير فرهاد دژپسند د مارچ په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې وويل، ايران کوښښ کوي چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له چين سره په بېلا بېلو برخو کې دايمي همکاري وکړي.

د ايران او چين ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د فرصت فورم په همدې ورځ په بېجينګ کې د ايران د سفارت لخوا جوړ شو. په دې فورم کې د بنسټيزو تاسيساتو، صنايعو، پولي چارو، برېښنا، انرژۍ او کرنې په شمول د چين د بېلا بېلو برخو د تصديو استازو برخه درلوده. دژپسند په دغه فوروم کې وويل، ايران د چيني تصديو هر کلی کوي چې په ايران کې خپلې پانګونې پراخې کړي او ايران به د چيني شرکتونو د پانګونو لپاره يوه ښه زمينه او لا زيات امتيازي شرايط برابر کړي.

نوموړي زياته کړه، ايران به په راتلونکي اپريل کې په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ په دوهم سرمشريز فورم کې ګډون وکړي او ايران به دغه فورم ته عالي رتبه مامورين وليږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای