د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې ولسمشر بشار الاسد د مارچ په نولسمه نېټه د روسيې د دفاع له وزير سيرګی شويګو سره د دوه اړخيزو اړيکو او د سوريې وضعت د تازه مالوماتو په اړه خبرې اترې وکړې. شويګو وويل، روسيه به د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره په دوامداره توګه د سوريې له حکومت څخه ملاتړ وکړي.
د سوريې خبري رسنۍ د خبر له مخې، بشار په دغو خبرو اترو کې وويل، په پوځي او سياسي برخو کې د روسيې او سوريې ګډ عمليات او عالي رتبه منځګړيتوب د ترهګرۍ پر ضد د سوريې د مبارزې لپاره ډېر مهم دي.
شيګووويل، روسيه به په دوامداره توګه د سوريې له حکومتي پوځ څخه ملاتړ وکړي چې له ترهګرۍ سره مقابله وکړي، او د سوريې د ټولو سيمو د ازادولو او ځمکنۍ بشپړتيا، حاکميت او خپلواکۍ د ساتلو لپاره به ترې ملاتړ وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |