CRI Online

م م :د لويو وژونکو وسيلو د خپرېدا د مخنيوي په برخه کې پرمختګ شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-03-20 11:17:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د امنيت شورا د مارچ په ۱۹مه نېټه د لويو وژونکو وسيلو د خپرېدا د مخنيوي په هکله يوه غونډه تر سره کړه . د امنيت شورا ۱۵۴۰ کميټې رئيس دجاني وويل چې د لويو وژونکو وسيلو د خپرېدا د مخنيوي په برخه کې يې څرګند پرمختګ موندلی دی.

نوموړي وويل چې تر اوسه ۱۸۲ هېوادونو يادې کميټې ته اړوند تدبيرونه وړاندې کړي چې د پلان له مخې به ژر تر ارزونې لاندې ونيول شي.هغه عملي پلانونه چې د بېلا بېلو هېوادونو له خوا په خپله خوښه جوړ شوي،نه يوازې د لويو وژونکو وسيلو د خپرېدا د مخنيوي په هکله د امنيت شورا د ۱۵۴۰ نمبر پرېکړه ليک د پلي کولو لپاره بلکې په مختلفو هېوادونو کې د اوسنيو قوانينو او کنترولېدونکي سيستم د نيمګړتيا وو د پيدا کولو او د اړوندو اورګانونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګټور دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای