CRI Online

د سينهوا اژانس د حکومت تر صلاحيت لاندې د چين د ولسي جمهوريت د بهرنيو پانګونو قانون خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-20 11:19:12

د سينهوا اژانس د مارچ د شلمې نيټې د خبر له مخې د مارچ په ۱۵مه نېټه د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس په دوهمه کلنۍ غونډه کې د رايې ورکونې له لارې د چين د ولسي جمهوريت د بهرنيو پانګونو قانون تصويب شو. تر هغه وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې اړه ۲۶ م فرمان صادر کړ او د مارچ په شلمه نېټه د سينهوا اژانس د حکومت تر صلاحيت لاندې دغه قانون خپور کړ.

دغه قانون پر شپږو برخو ويشل کيږي او د عمومي اصولو، د پانګونې د پرمخبيولو، د پانګونې د ساتلو او ادارې، قانوني مسؤليتونو او اضافي اصولو په شمول ۴۲مادې لري او د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نيټې څخه به نافذ شي.

ياد قانون د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې له خوا د اصلاحاتو او ورخلاصون د پرمخبيولو او د بهرنيو پانګونو د تګلارو د جوړولو لپاره مهم تدبير دی او د نوې زمانې په پرمختګ سره د بهرنيو پانګونو د قانوني نظام د بشپړېدو ، د سوسياليستي بازاري اقتصاد د سالم پرمختګ او د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ له غوښتنو سره سمون لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای