د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل د مارچ په ۱۹ مه نېټه وويل، چې بې له تړون له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيې د وتلو مخنيوی د دغې ټولنې د بېلابېلو خواوو له اصلي ګټو سره سمون لري.
نوموړې په همدې ورځ په برلين کې د نړيوالو پاليسيو اړوند يو فورم ته د خپلې وينا پر مهال وويل،چې هغه به د مارچ د ۲۹ مې نېټې تر وروستي ساعت پورې له اروپايي ټولنې څخه په منظم ډول د بريټانيې د وتلو لپاره هڅه وکړي. نوموړې پر دې ټينګار وکړ چې له اروپايي ټولنې څخه له تړون پرته د بريټانيې د وتلو مخنيوی د دغې ټولنې د بېلابېلو خواوو له اصلي ګټو سره سمون لري.
د اروپايي ټولنې پسرلنۍ سرمشريزه غونډه به د مارچ له ۲۱ مې تر ۲۲ مې نېټې پورې په بروکسيل کې ترسره شي او ګډونوال به له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو د لارو چارو پر څرنګوالي ډېر تمرکز وکړي. د بريټانيې لومړۍ وزيرې تريسا مې ښايي په دغه سرمشريزه کې له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيې د وتلو د مودې ځنډېدا رسماً وړاندې کړي.
ميرکل وويل، چې جرمني به په دغه سرمشريزه کې د ترېسا مې د څرګندونو له مخې خپل دريځ وښيي،هيله ده چې له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيا تر وتلو وروسته له دغه هېواد سره د جرمني اړيکې ښې پاتې وي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |