CRI Online

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې يو ځل بيا وځنډېدې.

cri     (GMT+08:00) 2019-03-21 10:06:07

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مارچ په ۲۰مه نېټه اعلان وکړ چې په روان کال کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنې د جولای له ۲۰مې نېټې نه د سپتمبر تر ۲۸مې نېټې پورې وځنډېدې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ خبري رسنيو ته وويل چې د ټاکنو ځنډېدل به چمتوالي ته لا زيات وخت برابر کړي څو چې يو د باور وړ د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي او د هغه شان درغليو مخنيوی پکې وشي چې د تېر کال په اکتوبر کې د پارلماني ټاکنو په ترڅ کې رامنځته شوی و.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای