د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړې وزيرې تريسا مې د مارچ په ۲۰مه نېټه د دغه هېواد د استازيو په مجلس کې وويل چې اروپايي ټولنې ته يې يو پيغام استولی او په رسمي توګه يې له يادې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو د ځنډ غوښتنليک وړاندې کړی دی.
ترېسا مې په خپل پيغام کې ويلي چې بريتانيا غواړي له اروپايي ټولنې څخه د وتلو وروستۍ نېټه د روانې مياشتې له ۲۹مې نېټې نه د جون تر ۳۰مې نېټې پورې وځنډېږي او د ۳م ځل د رايګيرۍ لپاره د پارلمان قانع کولو ته لا زيات وخت په کار دی څو چې اړوند تړون منظور شي او بريتانيا په منظمه توګه له اروپايي ټولنې نه ووځي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |