CRI Online

ايټالوي کارپوه: د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ د ايټاليې له ملي ګټو سره سمون لري

cri     (GMT+08:00) 2019-03-21 12:09:56

د ايټاليې د نړيوالو اړيکو مشهورکارپوه ماتيو بريسن د مارچ په شلمه نېټه په روم کې د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ د ايټاليې له ملي ګټور سره سمون لري. د دې وړانديز له کبله به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک راپارول شي او د درېيمې خوا په بازار کې به د دوه اړخيزې همکارۍ لپاره ستر فرصتونه برابر شي.

ماتيو بريسن د ايټاليې د لومسا پوهنتون د نړيوالو اړيکو پروفيسر او د ناټو د دفاعي انسټيټويټ د صندوق څېړونکی هم دی. هغه له يوې مودې راهيسې د ايټاليې او چين ترمنځ د اړيکو په څېړنې لاس پوری کړی دی.په دې هکله چې ايټاليا ښايي د اوو عمده صنعتي هېوادونو له ګروپ څخه داسې لومړی غړی هېواد وي چې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په هکله به له چين سره تفاهم ليک لاسليک کړي. بريسان وويل چې دا د نړيوالو حالاتو په هکله د ايټاليې د بېلا بېلو ټولنو د څېړنې نتيجه ده او له دې وړانديز څخه ملاتړ زمونږ د هېواد له ملي ګټو سره سمون لري. هغه وويل ، دغه خيال نه دا چې په دې وروستيو ورځو کې رامنځته شوی دی. بلکې څو کاله دمخه ايټالوي حکومت پرېکړه کړې وه چې د يو کمربند او يوې لارې اړوند موضوعات وڅېړي.اوس ايټاليې په دې وړانديز کې د برخه اخيستنې لپاره چمتوالی ښودلی چې دا به د سوداګرۍ او د بندرونو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ لپاره ډېرې ګټې ورسوي. د بېلګې په توګه د دې هېواد په جنوب کې ځيني بندرونه ښايي د سمندري سوداګرۍ د پرمختګ لپاره مهم بندرونه وګرځي چې په پايله کې به د ايټاليې صادراتي او وارداتي توان پياوړی شي.

له اوږدې مودې راهيسې د ايټاليې سياسي او سوداګريزو ټولنو له ياد وړانديز څخه ملاتړ کړی.د ۲۰۱۷ کال په مې کې ايټالوي صدراعظم پاولو ګنتيلوني سلويري په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې په هکله د نړيوالې همکارۍ د لوړې کچې په لومړی فورم کې ګډون کړی و. تر هغه وروسته د دې هېواد د بېلو بېلو کچو چارواکو څو څو ځله له ياد وړانديز څخه ملاتړ څرګند کړ. سربېره پردې ايټالوي حکومت له چين سره د دې هېواد د شرکتونو د سوداګريزو او نورو چارو د پرمختګ لپاره ځانګړې کاري ډله جوړه کړه.

د بريسن په اند د نړۍ د ختيځو او لويديځو مدنيتونو د دوو لويو لرغونو هېوادونو په توګه د ايټاليې او چين ترمنځ ولسي تګ راتګ اوږد تاريخ لري. له څه باندې دوو زرو کلونو نه مخکې د ورېښمو د لرغونۍ لارې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې شوې وې. د ده په اند د ايټاليې د حکومتي او سوداګريزو ټولنو پر ډېرو هڅو سربېره کلتوري عوامل د دوه اړخيزو اړيکو د سالم پرمختګ ضمانت هم دي. هغه وويل، په دې وروستيو کلونو کې لازيات ايټالويانو د چيني ژبې په زده کولو پيل کړی او لازياتو ايټالوي زده کوونکو پرېکړه کړې چې د زده کړې لپاره چين ته لاړ شي.د دې ترڅنګ ګڼ شمېر چيني زده کوونکي د ايټاليې په ځينو پوهنتونونو کې هم زده کړې کوي. زما په اند کلتوري تبادلې او تګ راتګ د چين او ايټاليې ترمنځ د اړيکو د لاټينګښت او د دوه اړخيزې همکارۍ او دوستۍ د پياوړتيا لپاره سمه لاره ده.

د تازه شمېرنې له مخې تېر کال د چين او ايټاليې ترمنځ سوداګريز ارزښت له پنځوس مليارډو امريکايي ډالرو څخه واوښت او دوه اړخيزې پانګونې يې له شل مليارډو امريکايي ډالرو څخه زياتې دي. هغه زياته کړه چې د يو کمربند او يوې لارې په هکله د تفاهم ليک د لاسليکولو له کبله به د دوه اړخيزو همکاريو امکانات لازيات شي په تېره بيا د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د درېيمې خوا په بازار کې دوه اړخيزې همکارۍ به زياتې شي. د بېلګې په توګه د پروژو او تعميراتو په برخه کې به د اړوندو خواوو لپاره ډېر ستر همکاريز فرصتونه برابر شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای