د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قزاقستان نوي ولسمشر د لوړې مراسم د مارچ په ۲۰مه نېټه د دې هېواد په پلازمېنه استانا کې تر سره شول. د قزاقستان د مشرانو جرګې پخواني مشر قاسم جومارت توکايف د دې هېواد له اساسي قانون سره سم د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
د قزاقستان اژانس د معلوماتو له مخې، توکايف د ۱۹۵۳م کال په مې مياشت کې په الماتا کې زيږېدلی، د سياسي علومو استاذ پاتی شوی، په چين کې يې د شوروي د لوی سفارت د مستشار، د قزاقستان د بهرنيو چارو د وزير، صدراعظم، د م م د ژنيو په دفتر کې د عمومي مدير، د م م د مرستيال سرمنشي او د قزاقستان د مشرانو جرګې د مشر په توګه دندې تر سره کړي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |