د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۰ مه نېټه د اندونيزيا په پاپوا ولايت کې د سيلابونو له امله د دې هېواد ولسمشر جوکو ويدودو ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي چې په خواشينۍ سره خبر شوم چې په پاپوا ولايت کې د سيلابونو له امله ډېره مرګ ژوبله او مالي زيانونه رامنځته شوي دي. زه د چين حکومت او ملت په استازيتوب او له خپله اړخه پر ټولو مړو شويو کسانو ژور خپګان او د مړو شويو خپلوانو او ژوبلو کسانو سره خواخوږي څرګندوم.
موږ د مصيبت له امله له اندونيزيانو سره خپل ځانونه په غم کې شريک ګنو. باور لرم چې اندونيزيان به ستاسو او د اندونيزيا حکومت تر ټينګې لارښوونې لاندې ستونزې حل کړي او ژر تر ژره به خپل کورونه بيا اباد کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |