CRI Online

چين او امريکا بايد د دواړو هېوادونو د کلتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره ګډه هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-21 19:24:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۲۱مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين او امريکا دواړه بايد ګډه هڅه وکړي څو د دواړو هېوادونو د کلتوري تبادلې لپاره شرايط برابر کړي، د خلکو ترمنځ مفاهم او دوستي ژوره کړي او د متقابلو اړيکو د پرمختګ لپاره ټولنيز بنسټ ټينګ کړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه د امريکا د هارورډ پوهنتون له مشر لاورنس باکو سره وکتل. ګنګ شوانګ وويل، د ياد پوهنتون د مشر په توګه د لاورنس باکو له ټاکل کېدو وروسته چين ته د نوموړي دا لومړنی سفر دی. رئيس شي جين پينګ د دغه سفر ډېره ستاينه کړې ده. تعليمي تبادله او همکاري د دواړو هېوادونو د اړيکو ډېرې مهمې برخې دي. چين غواړي له هارورډ او نورو امريکايي تعليمي ادارو سره د نظر تبادلې او همکارۍ زياتې وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای