CRI Online

د (( د شي خبرې - د شي جين پينګ د خوښې وړ کيسې)) په نوم د ايټاليايي ژبې لړيز ويډيويي پروګرامونه خپاره شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-21 21:11:36

د مارچ په ۲۱مه نېټه له ايټاليا څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ليدنې د پيل په درشل کې، د ايټاليايي ژبې لړيز ويډيويي پروګرامونه چې نوم يې دی (( د شي خبرې - د شي جين پينګ د خوښې وړ کيسې))، د ايټاليا د دوو مهمو سوداګريزو رسنيو ((ميډياسيت ګروپ)) او (( کلاس ايډيټروري)) د تلويزيوني چينلونو، اېپونو او ويبپاڼو له لارې په رسمي توګه صادر شوي او د نړۍ ايټاليايي ژبه ويونکو هېوادونو او سيمو کې هم خپاره شوي. نوموړې ويډيويي خپرونه هم د چين ميډيا ګروپ د ايټاليايي ژبې په اېپ، ويبپاڼو او ټولنيزو شبکو کې خپره شوې.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د ايټاليا د (( ميډياسيت ګروپ )) مشر د نوموړې ويډيويي خپرونې د خپرېدو په مراسمو کې ګډون وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای