CRI Online

شي جين پينګ روم ته ورسيداو له ايټاليې څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-22 09:51:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۱مه نېټه په ځانګړې الوتکې کې روم ته ورسيد او له ايټاليې څخه يې په رسمي ليدنې پيل وکړ.

رئيس شي جين پينګ د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب ايټالوي حکومت او خلکو ته نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړې. هغه په خپلو خبرو کې په اشارې سره وويل چې د چين او ايټاليې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۹ کلونو راهيسې دوه اړخيزې اړيکې له نړيوالو بدلونونو او ستونزو څخه وتلې دي. دواړو خواوو د متقابل درناوي او باور او د ګډو ګټو پربنسټ د ګډو برياليتوبونو له اصولو سره سم دوه اړخيزه دوستي او همکارۍ پرمخبيولي او د هغو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ په برخه کې ښه نمونه ګرځېدلي چې ټولنيز نظامونه، کلتورونه او پرمختيايي پړاوونه يې بېل او سره توپيرونه لري.له اوږدې مودې راهيسې د چين او ايټاليې ترمنځ په دوه اړخيزو همکاريو کې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه شوې او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې رښتينې ګټې رسولې دي. د دې ترڅنګ دوه اړخيزې کلتوري تبادلې يې ډېرې شوی او متقابل تفاهم او دوستي يې هم ډېره ټينګه شوې ده.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې تمه لرم چې د ولسمشر سيرګيو ماتريلا او صدراعظم ګيوسپ کونټ په شمول د ايټاليې له مشرانو سره وګورم اود دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ په هکله نقشه جوړه کړم. زه باور لرم چې د دواړو خواوو په ګډو هڅو سره به د چين او ايټاليې ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې هرو مرو ښه راتلونکی ولري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای