CRI Online

د عراق په ټيګرېس سيند کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۹۳ تنه مړه شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-22 09:53:17

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د عراق د کورنيو چارو وزارت د مارچ په ۲۱مه نېټه څرګنده کړه چې د دغه هېواد په شمال ټيګرېس سيند کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پيښه کې ۹۳ تنه مړه شوي چې زيات شمېر يې ښځې او ماشومان دي. د عراق صدراعظم عبدال مهدي په همدې ورځ په ټول هېواد کې له مړه شويو کسانو سره د غمرازۍ په موخه درې ورځنی وير اعلان کړ. اوس هم د ژغورنې کارونه روان دي، ښايي د مړو شويو کسانو شمېر نور هم پورته شي.

دغه کښتۍ د مارچ په ۲۱مه نېټه د موصول ښار په تيګريس سيند کې ډوبه شوه. د دغه ښار د ملکي دفاع ادارې د خبر په قول په ياده کښتۍ کې څه دپاسه ۱۰۰ کسان سپاره وو چې عمومي وزن يې له ټاکلې اندازې ۳۰ تنه زيات و، نو ځکه کښتۍ ډوبه شوې ده.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای