د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د صدراعظم مرستيال هو چون هوا د مارچ له ۱۹مې نيټې څخه تر ۲۲مې نيټې پورې د ارجنټايڼ په پلازمينه بوينس ايرس کې د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو په اړه د م م په دوهمه لوړ پوړې غونډه کې ګډون وکړ او له ارجنټاين څخه يې ليدنه وکړه.
هو چون هوا په ياده غونډه کې وويل چې چين د څو اړخيزم او د م م په مرکزيت د څو اړخيز ميکانيزم ټينګ ملاتړ کوي. هېله ده چې پرمختيايي هېوادونه په دغه غونډه کې ګډو نظريو ته ورسيږي او د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکې پرمختيا د اجنډا د عملي کولو لپاره ټينګ بنسټ جوړ کړي.
هو چون هوا وويل چې چين د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکاريو ټينګ ملاتړ کوونکی، فعال ګډون کوونکی او مهم خدمت کوونکی دی. چين به په مداومه توګه داسې نړيوالې دندې تر سره کړي چې د پرمختيا له پړاو او واقعي توان سره يې برابرې وي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به يو ځای د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |