CRI Online

اروپا ته د شي جين پينګ سفر پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-03-22 10:31:41

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۱مه نېټه د ځانګړې الوتکې له لارې د روم فيوميسينو هوايي ډګر ته ورسېد. کله چې د شي جين پينګ ځانګړې الوتکه د ايټاليا فضايي قلمرو ته ننوتله، د ايټاليا دوه پوځي الوتکې د دې ځانګړې الوتکې د بدرګه کولو لپاره هوا ته پورته شوې او په دې وسيله يې شي جين پينګ ته درناوی څرګند کړ.

سږ کال د چين او ايټاليا تر منځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو ۱۵مه کليزه ده. اروپا ته د شي جين پينګ د سفر لومړی تم ځای ايټاليا دی او له دې څخه څرګندېږي چې چين له ايتاليا سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. (شکريه)

ايټالوي انځورګر ډاريو ګامبارين په کرنيزه ځمکه د رئيس شي جين پينګ انځور پنځولی

کله چې د شي جين پينګ ځانګړې الوتکه د ايټاليا هوايي قلمرو ته ننوتله، د ايټاليا دوو جنګي الوتکو د شي جين پينګ ځانګړې الوتکه بدرګه کړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای