CRI Online

د انرژۍ په برخه کې د چين او امريکا او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ښه راتلونکی لري

cri     (GMT+08:00) 2019-03-22 11:06:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د نفتو او طبيعي ګازو انحصاري شرکت د مارچ په ۲۱مه نېټه په هانکانګ کې د ۲۰۱۸ کال د کلنو ګټو راپور خپور کړ.د چين د نفتي چارو لوړ پوړي چارواکي هو چي جون په يوه خبري ناسته کې وويل چې د انرژۍ په برخه کې د چين او امريکا او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ښه راتلونکی لري.

چين تېر کال په نفتي چارو کې ډېرې ګټې تر لاسه کړې چې د زياتوالي انډول يې په سلو کې ۱۳۰ اعشاريه اووه زيات و. اوس د چين حکومت د نفتو او طبيعي ګازو په برخه کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو او سيمو سره د همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې کوي.نوموړي په خپلو خبرو کې په اشارې سره وويل چې په نورو هېوادونو کې زمونږ د چارو په پرمختيايي بهير کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره همکارۍ مثبت رول لوبوي.زمونږ شرکت به په راتلونکي کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره لازياتې هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای