د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۲۱مه نېټه وويل چې امريکا بايد د جولان لوړو د اسرائيلو حاکميت ومني. د ټرمپ له دې خبرو وروسته عربي ټولنې د اعلاميې په خپرولو سره دغه څرګندونه وغندله.
ټرمپ په همدې ورځ په ټويټر کې ليکلي چې ۵۲ کاله تېر شوي دي.نو دا وخت دی چې امريکا په پوره توګه د جولان لوړو د اسرائيلو حاکميت مني. هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دغه لوړې په اسرائيلو او منځني ختيځ کې د ثبات د ساتلو لپاره مهم ستراتيژيک او امنيتي اهميت لري.
د عربي ټولنې سرمنشي احمد ابولغيظ په دې اړه په يوه اعلاميه کې ټينګار وکړ چې د نړيوالو قوانينو او د م م د امنيت شورا له اړوند پرېکړه ليک سره سم د جولان لوړې د سوريې خاوره ده چې دا د نړيوالې ټولنې له خوا منل شوي. که څه هم وخت تېر شوی، خو پر دې لوړې د اسرائيلو تېری لاهم غير قانونی بلل کيږي.هغه په دې اعلاميه کې داسې هم وويل چې عربي ټولنه په پوره توګه په دې لوړه کې د سوريې له حاکميت څخه ملاتړ کوي.
د امريکا سپينې ماڼۍ لا تر اوسه د ټرمپ د يادې څرګندونې په هکله رسمي دريځ نه دی بيان کړی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |