CRI Online

چين : د امريکا له هغې کړنې سره ټينګ مخالف دی چې پر تايوان وسلې پلوري

cri     (GMT+08:00) 2019-03-22 21:12:21

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا حکومت پدې وروستيو ورځو کې د تايوان هغه غوښتنه منلې چې شپېته F-16 ډوله جنګي الوتکې دې ورباندې وپلوري. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مارچ په ۲۲ مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين د امريکا له هغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي چې پر تايوان وسلې پلوري، د چين دغه دريځ نه بدلېدونکی او ټينګ دی. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې په بشپړه توګه د دغې مسئلې حساسيت او سختې اغېزې وپېژني او د واحد چين پېژندنې اصل او د چين او امريکا درې ګډې اعلاميې په تېره بيا (( 8.17)) اعلاميه مراعات کړي، دغه راز بايد پر تايوان وسلې و نه پلوري، له دې سيمې سره بايد پوځي اړيکې بندې کړي، په جدي توګه دې له تايوان سره خپلې ټولې اړيکې د چين او امريکا ترمنځ د ګډو اعلاميو پر اساس جوړې کړي، له چين سره خپلمنځي مهمو همکاريو او د تايوان تنګي سولې او ثبات ته دې د زيانونو مخه ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای