د مارچ په ۲۲مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په روم کې زيات ډيپلوماتيک فعاليتونه تر سره کړل چې د هرکلي په مراسمو کې يې ګډون وکړ، د دې هېواد له ولسمشر سيرګيو ماټاريلا سره يې خبرې اترې او په ګډه يې په مطبوعاتي ناسته کې ګډون وکړ، د چين او ايټاليا د تصديو او کلتوري برخې له استازو سره يې وکتل. دغه ديپلوماتيک فعاليتونه د ختيځ او لويديځ د دوو لويو تمدنونو ترمنځ ډيالوګ او تګ راتګ دی، د دوو لرغوني تمدن لرونکو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کې نوې لاسته راوړنې رامنځته شوې دي.
د ختيځ او لويديځ د دوو لويو تمدنونو ترمنځ ډيالوګ
د دوو لويو او لرغونو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کې نوی خوځښت پيدا شوی.
د عمده لويو خبري رسنيو په سر پاڼو کې د رئيس شي د رسمي ليدنې په اړه خبرونه خپاره شوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |