CRI Online

د ايتاليا په پلازمينه روم کې د چين او ايتاليا تر منځ د کولتوري او مطبوعاتي تګ راتګ څو فعاليتونه تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2019-03-23 16:34:01

د سين هوااژانس د خبر له مخې، له ايتاليا څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ليدنې په ترڅ کې په دې وروستيو څو ورځو کې د دغه هېواد په پلازمينه روم کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کولتوري او مطبوعاتي تګ راتګ څو فعاليتونه تر سره شول.

د چين او ايتاليا د عمده خبري رسنيو استازو د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د خبري رسنيو د همکاريو په هکله سلامشورې وکړې چې د دواړو هېوادونو د خبري رسنيو استازو او د رسنيو په ساحې د کارپوهانو په شمول ۲۰۰ تنو په دغو سلامشورو کې ګډون وکړ.

د خلکو ورځپاڼې ، سين هوااژانس، د چين مډيا ګروپ، اقتصادي ورځپاڼې او د چين ورځپاڼې په شمول د چين د خبري رسنيو او د ايتاليا د راډيوګانو او ټلويزيونونو ملي شرکت، د مډياسايټ د راډيو ګانو شرکت، د ميلان د اقتصادي ورځپاڼې او د ۲۴ ساعتونو د لمري ورځپاڼې په شمول د ايتاليا د خبري رسنيو استازو په وار سره ويناوې وکړې او په دې نظر دي چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د ګډو ګټو په تر لاسه کولو سره همکارۍ په تېره بيا د خبري رسنيو تر منځ همکارۍ پراخه راتلونکې لري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای