د سين هوااژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ګولان لوړې په هکله د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې دغه خبرې هيڅکله هغه واقعيت نه شی بدلولی چې د ګولان لوړه تل د سوريې خاوره وه او ده.
د سوريې خبري اژانس په همدې ورځ د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې په قول وويل چې د امريکا د ولسمشر نه مسئولانه خبرو يو ځل بيا دا څرګنده کړه چې امريکا په پټو سترګو د اسرائيلو او د اسرائيلو د تيري کولو ملاتړ کوي. د امريکا له دغه دريځ نه ښکاري چې امريکا نړيوال قانون ته په سپکه سترګه ګوري او د م م د امنيت شورا ۴۹۷م پريکړه ليک څخه سرغړونه ده.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |