CRI Online

د فرانسې د لي فيګارو مشهورې ورځپاڼې نننۍ ګڼې د شي جين پينګ يوه ليکنه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-23 17:29:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۳مه نېټه له فرانسې څخه د خپلې رسمي ليدنې له پيل مخکې د دغه هېواد د لي فيګارو مشهورې ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې يوه ليکنه خپره کړه چې عنوان يې دی: د ګډ پرمختګ په لاره کې په مداومه توګه اوږه په اوږه ګامونه پورته کوو.

هغه په دغه ليکنه کې ليکلي چې زه به د ولسمشر ايمانويل مارکرون په بلنه له فرانسې څخه دوهمه ليدنه وکړم. پنځه کاله مخکې مې د پسرلي په فصل کې دغه هېواد ته لومړنی سفر کړی و، د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کاليزې لمانځنه مو سره وکړه او د تاريخ په راغونډولو او راتلونکي ته په کتلو سره مو په ګډه د چين او فرانسې ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو نوې پاڼه پرانيسته. پنځه کلونه وروسته به زه يو ځل بيا د پسرلي په فصل کې او د طبعيت د بيا سمسورتيا په وخت کې فرانسې ته سفر وکړم. په خوشحالۍ سره ګورم چې د چين او فرانسې ترمنځ اړيکې په پسرلي کې د طبعيت په شان د سمسورتيا فرصت نيسي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به په لا ثابته توګه نژدې شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو کيک به لا لوی شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ بنسټ به لا کلک شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای