د چين او ايتاليا حکومتونو پر ځايي وخت د مارچ د ۲۳مې نيټې په سهار په روم کې د يو کمربند او يوې لارې پلان د ګډې هڅونې يادښت لاسليک کړ او د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د ايتاليا صدراعظم ګيوسيپي کونتي په ګډه د يادښت لاسليکول ثبت کړل. ايتاليا د اوو لويديځو هېوادونو په ډله کې لومړی هېواد دی چې له چين سره د يو کمربند او يوې لارې په اړه همکاريز سند يې لاسليک کړ.
د چين او ايتاليې د ګډې اعلاميې له مخې دواړو خواوو دا پيژندلې او درک کړی چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د تګ راتګ پياوړتيا په برخه کې ستر پټ توان لري او غواړي چې دغه وړانديز په اروپا کې د مالونو ليږد راليږد له شبکې سره ونښليږي او د بندرونو، د مالونو ليږد راليږد او په سمندر کې د ليږد راليږد په ساحو کې همکارۍ پياوړې کړي.
په ۲۰۱۳ کال کې د شي جين پينګ لخوا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له وړاندې کېدو راهيسی څه دپاسه ۱۵۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې همکاريز سندونه لاسليک کړي دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |