CRI Online

تبصره: چين او فرانسه د نړيوالې ادارې په برخه کې د ارزښت ګډې مفکورې لري

cri     (GMT+08:00) 2019-03-26 17:20:33

د کانګو د پلازمېنې برازاويل او د دغه هېواد د اقتصادي مرکز پوينټ نوير ترمنځ د لومړي نمبر سړک د جوړونې پروژه په ۲۰۱۶م کال کې بشپړه شوه او د دغې پروژې په رڼا کې د دواړو ښارونو ترمنځ د يو طرف تګ وخت له يوې اوونۍ څخه شپږو ساعتونو ته کمېږي. د چين د ساختماني ډلو محدود شرکت د دغه سړک جوړونکی و او د فرانسې EGIS شرکت د دغې پروژې څارونکی و. د دغه سړک له جوړېدو وروسته د خاصي ادارې تګلاره پلې شوه او چين او فرانسې يو ځل بيا په همکاريو سره د دغه سړک د ترميم او ادارې دندې پر غاړه واخيستې.

ياد سړک په تېرو څو کلونو کې په درېيم بازار کې د چين او فرانسې ترمنځ د همکاريو د برياليتوبونو يو مثال دی. چين او فرانسه د امنيت شورا د دايمي غړيو هېوادونو او په نړۍ کې د مهمو اقتصادي ځواکونو په توګه د نړيوالې ادارې په برخه کې د همکاريو ژور بنسټ او پراخه فضا لري، ځکه چې دواړه هېوادونه د ارزښت په اړه زياتې ګډې او نژدې مفکورې لري. د چين او فرانسې په ورته مفکورو کې يو مهم ټکی دا دی چې دواړه هېوادونه د څواړخيزې غوښتنې ساتونکي او عمل کوونکي دي.

څرنګه چې چين او فرانسه پر څواړخيزې غوښتنې او مسؤليتونو ټينګار کوي، نو دواړه هېوادونه نه يوازې يادې مفکورې لري، بلکې يو بل ته تګ راتګ کولای شي. چين د اقتصاد د نړيوال کېدو له بهير څخه ګټه اخيستونکی دی او دغه بهير ته خدمت کوونکی هم دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نړۍ ته د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وړاندې کړی دی. اوسمهال څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په دغه وړانديز کې ګډون کړی. په تېر کال کې چين ته د فرانسوي ولسمشر ايمانويل ماکرون د لومړي سفر لومړی تمځای شي ان ښار و چې دغه ښار د يو کمربند او يوې لارې د سر ټکی دی، او اعلان يې وکړ چې فرانسه په يو کمربند او يوه لاره کې ګډون کوي او دا به د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره وي.( غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای