CRI Online

شي جين پينګ له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې په هکله وويل: بېلا بېل هېوادونه بايد فعال عملي کوونکي وګرځی او د انسانانو برخليک دې په خپل لاس کې واخلي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-27 16:12:38

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۶مه نېټه په پاريس کې د فرانسې له ولسمشر امانويل مکرون سره يو ځای د نړيوالې ادارې لوړ پوري فورم د پای په مراسم کې ګډون وکړ. په دغو مراسمو کې د المان صدراعظمه انګيلا ميرکيل او د اروپايي ټولنې د کميټې رئيس جين جونکير هم خاضر وو. شي جين پينګ د لا ښکلې نړۍ د جوړولو لپاره د هوښيارۍ او ځواک برابرولو تر عنوان لاندې وينا وکړه، نوموړي وويل، بېلا بېل هېوادونه بايد له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره فعال عملي کوونکي وګرځي، کتونکي بايد نه وي او د انسانانو برخليک دې په خپل لاس کې ونيسي.

شي جين پينګ وويل چې چين او فرانسه په نړيوالې ادارې کې مهم ګډون کوونکي دي او د نړيوالې سولې، امنيت او ثبات، د څو اړخيزم او ازادې سوداګرۍ د ساتلو او د م م د فعال رول د ملاتړ کولو په شمول لويو مسئلو کې پراخې سياسي ګډې پيژندنې او ټينګ همکاريز بنسټونه لري. هغه وويل: چين او فرانسه يو د بل د درناوي کولو، يو پر بل د باور لرلو، يو بل ته په مساوي توګه د کتلو، د پرانيستې او زغم لرونکې رويې، د ګډو ګټو تر لاسه کولو او په ګډه د نړيوالو اړيکو د ساتلو پر بنسټيزو اصولو ټينګار کوي، د نړيوالې ادارې د بشپړتيا، د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د انسانانو د تمدنونو د پرمختګ په بهير کې ګډې هلې ځلې کوي.

شي جين پينګ په ژنيو کې د م م په مقر کې دوه کاله مخکې دا پوښتنه وړاندې کړه چې نړۍ په کوم لورې روانه ده؟ موږ بايد څه کارونه تر سره کړو؟ اوسمهال نړۍ له ډېرو بدلونونو سره مخامخ ده چې ناثابت او ناټاکلي لاملونه يې زيات دي او انسانان له زياتو ګډو ننګونو سره مخامخ دي. په داسې حال کې شي جين پينګ د چين لايحه وړاندې کړه او ويې ويل، بېلا بېل هېوادونه بايد د نړيوالې ادارې چارې خپله دنده وبولي او فعال عملي کوونکي دې وګرځي، نه کتونکي، د انسانانو راتلونکی او برخليک دې په خپل لاس کې ونيسي. لومړی: په عادلانه او معقوله توګه دې د نړيوالې ادارې په چارو کې کمزورتياوې حل شي. د نړيوالې ادارې په چارو کې دې د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او د ګډو ګټو شريکولو پر اصولو ټينګار وشي او په ګډه دې د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ هڅونه وشي. دوهم: بايد يو له بل سره سلامشورې او تفاهم وشي چې د باورونو د کموالي ستونزې حل شي. يو بل ته دې درناوی وشي او باور دې ټينګ شي، د عدالت او ګټو پر سمې نظريې دې ټينګار وشي. دريم: بايد د سولې ساتلو په چارو کې کمزوري کارونه پياوړي شي. په ګډه، هراړخيزه، همکاريزه او دواملرونکې توګه دې پر امنيتي نظريې ټينګار وشي، بايد په سوله ايزه توګه جنجلونه حل او ګاونډيو هېوادونو او نورو ته د زيانونو رسولو او يوازي ځان ته د ګټو رسولو لارې دې پريښودل شي. څلورم: بايد د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر لارې ټينګار وشي او د پرمختيا په ترڅ کې دې منفي مسئلې حل شي. د پرمختيا فعالې شبکې، د پرانيستلو له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کولو په اړه همکاريز شکل، ټولو ته د امتيازونو او بيلانسونو ورکولو په هکله د پرمختيا شکل جوړ شي تر څو د بېلا بېلو هېوادونو خلکو سره د اقتصاد د نړيوال کيدو لاسته راوړنې شريکې شي. چين د فرانسې په شمول د بېلا بېلو هېوادونو هرکلی کوي چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون وکړي.

د فرانسې ولسمشر مکرون په خپله وينا کې وويل د اروپا او چين تر منځ همغږي او ډيالوګ د څو اړخيزم ساتنې لپاره مهم رول لوبوي. په چين کې اقتصاد چټک پرمختګ کوي او په سل ګونو مليونو تنو بې وزلو کسانو له بې وزليتوب څخه ځان ژغورلی چې دا نړيوالو ته ژورې خاطرې ورکوي. فرانسه په نړيوالو چارو کې د چين فعال رول ته په درنه سترګه ګوري. اروپا او چين د نړۍ مهم ځواکونه دي او بايد يو پر بل ستراتيژيکي باور ټينګ کړي او د خبرو اترو له لارې دې همکارۍ پرمخبوزي. نوموړي وويل چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وړاندې کړی چې ستر اهميت لري او د نړۍ د ثبات، پرمختيا او د خلکو تر منځ د دوستې ټينګښت لپاره مهم رول لري. اروپا د نوښتونو په غوره کولو سره په دې پلان کې ګډون کولای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای