CRI Online

((زه به ځان په نظر کې و نه نيسم او تر وسې پورې به د خلکو لپاره خدمتونه تر سره کړم ))

cri     (GMT+08:00) 2019-03-28 17:09:22
((زه به ځان په نظر کې و نه نيسم او تر وسې پورې به د خلکو لپاره خدمتونه تر سره کړم ))

د چين د مرکزي ټلويزيون د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په دوه ويشتمه نېټه د ايټاليې د استازيو جرګې له مشر روبيرټو فيکو سره د خبرو اترو په وخت کې وويل، زه به ځان په نظر کې و نه نيسم او تر وسې پورې به د چينايانو لپاره خدمتونه ترسره کړم. ور پسې د رئيس شي جين پينګ دغه وينا په انټرنيټ کې په پراخه توګه خپره شوه او د ګڼ شمېر کسانو لخوا وستايله شوه.

رئيس شي جين پينګ وويل، چين يو ډېر لوی هېواد دی او زه د دې هېواد د مشر په توګه درنه او سخته دنده پر غاړه لرم . غواړم چې ځان ته پاملرنه و نه کړم، خو د چين د پرمختګ لپاره به تر وسې پورې کوښښونه او هڅې وکړم. د رئيس شي جين پينګ دغه څرګندونه د ښاغلي روبيرټو فيکو اړوندې پوښتنې ته يو لنډ او کلک ځواب دی او د چين د خلکو د مشر په توګه د رئيس شي صميمي احساسات ترې ښکاري.

ځان ته پاملرنه نه ورکول يو ډول زړور باور دی، څرنګه چې که يو سړی په خپل زړه کې ډېرې مادي غوښتنې او يا ځينې ستونزمنې نظريې ولري، نو د کار کولو په وخت کې سم لوری نه شي پيدا کولای. که د ده زړه له ملت او خلکو څخه ډک وي، نو د ځان لپاره به د شخصي ګټو د تر لاسه کولو په هکله نظر و نه لري او د خپلې دندې د ښه تر سره کولو او د خلکو د خدمت لپاره به تر وسې پورې زيارونه وباسي. د رئيس شي جين پينګ له دغه وينا څخه د ده دغه اراده ښکاري چې هغه به د زړه له تله د چين د ملت، د چين د کمونېست ګوند او د خلکو لپاره خدمتونه ترسره کړي.

د چين کمونست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې ډېر سخت کارونه ترسره کړي، مثلا د جدي او کلکې ارادې او مسئولانه رويې په لرلو سره يې په هراړخيزه توګه اصلاحات پرمخبيولي، له فساد سره يې مقابلې کړې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره يې ډېر کوښښونه کړي دي. د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې په ښه توګه هېواد، ګوند او پوځونه اداره کړې او د کورنيو او نړيوالو اوضاعو تر څېړنې وروسته يې مناسب ترتيبات کړي او په ثابته توګه يې اصلاحاتو او پرمختګونو ته وده ورکړې، د اقتصاد او سياست په شمول ځينو برخو کې يې يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

د خلکو لپاره خدمت کول يو باور دی. رئيس شي جين پينګ په څرګنده توګه ويلي چې د ښکلي ژوند په اړه د خلکو هيله عملي کول زموږ د کوښښونو موخه ده. هغه پر دې ټينګار کړی چې اوس د چين د کمونېست ګوند او د هېواد د راتلونکي او برخليک ټاکلو دندې زموږ پر غاړه دي، نو موږ بايد دغه دندې په ښه توګه ترسره کړو. د رئيس شي جين پينګ په زړه کې تل خلک يادېږي، د خلکو ژوند څنګه دی د ده لپاره ډېره د پاملرنې وړ مسئله ده. د رئيس شي جين پينګ له ژمنې څخه تر عمل پورې له خلکو سره د يو مشر مينه پوره څرګنده شوې ده.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ډېر ښه مثال ووايه، نوموړي وويل چې وزن پورته کوونکي په لومړي وخت کې يوازې د پنځوس کيلوګرامو په وزن هالتر پورته کولای شي، خو تر سختو مهارتونو وروسته به وکولی شي چې د دوو سوو پنځوسو کليوګرامو په وزن هالتر پورته کړي. هغه د دې مثال په راوړلو سره دا هم وويل چې باور لرم زما او د ټول چين د څه باندې يو اعشاريه درې مليارډو کسانو په ګډو کوښښونو سره به زموږ د هېواد د ښې جوړونې دنده ترسره کولای شوو. زه دغه باور لرم او د چين خلک هم دا باور لري.

د رئيس شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې د څه باندې يو اعشاريه درې مليارډو چينايانو په ګډو کوښښونو سره به يو سمسور او پياوړی چين جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای