CRI Online

چين به د ذروي برېښنايي چارو د باکيفيته پرمختګ لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-02 11:22:14

اوس د انرژيو په نړيوال جوړښت کې ستر بدلونونه راغلي دي او د عنعنوي انرژيو پر ځای د ذروي انرژۍ په شمول د پاکو انرژيو پرمختګ د زمان چارې دي. د ۲۰۱۹ کال په پسرلي کې د چين د ذروي انرژۍ د دواملرونکي پرمختګ فورم نړيواله لوړ پوړې غونډه د اپريل په لومړۍ نيټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د ذروي انرژۍ په برخه کې کورنيو او بهرنيو شخصيتونو د پاکو انرژيو په زمانه کې د ذروي انرژۍ د پرمختګ، نوښت او اړوندې همکارۍ په باب بحثونه وکړل.

تر څه باندې دېرش کلن پرمختګ وروسته د چين ذروي برېښنايي چارې له نه شتون څخه پر پياوړتيا بدلې شوې چې اوسنۍ پيمانه يې لويه او پرمختيايي توان يې پياوړی دی. د چين د انرژۍ د دولتي ادارې مرستيال مشر ليو باو هوا په همدې ورځ په دې فورم کې وويل چې تېر کال د ذروي برېښنا ۷نويو توربينونو په فعاليت پيل کړی چې له امله د فعالو او کارول کېدونکو دغو توربينونو شمېر ۴۵ دی او ظرفيت يې ۴۵ مليونو او نهو لکو کيلو واټو برېښنا ته رسيدلی چې دغه رقم په نړۍ کې درېيم مقام نيولی دی. هغه وويل د ذروي برېښنا نوي توربينونه په وار سره په کار لويدلي چې دا د چين د انرژيو د پرمختګ لپاره نوی ځواک زيات کړی دی. د ذروي برېښنا د دغو توربينونو کارول د نړيوال ذروي بريښنايي پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري. د ذروي برېښنا کارېدونکو او جوړېدونکو توربينونو ښه امنيتي ريکارډونه ساتلي او د برېښنا توليدي اندازه يې تر زياتې اندازې پورې ډېره شوې چې رقم يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اتلس اعشاريه شپږ زيات شوی دی.اوس د هوا لونګ لومړي نمبر په شمول نمونوي پروژې په منظمه توګه روانې دي.

تر دېرشو کلنو پانګونو وروسته د چين ذروي برېښنا توليدوونکې تصدۍ د انجينري ډيزاين او د اړوندو تجهيزاتو د جوړولو په برخه کې پياوړی توان او غني اداري تجربې لري. د ځاني پرمختګ ترڅنګ چين په دې برخه کې له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ پياوړې کړې او د ذروي برېښنا د نړيوال پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. د اقتصادي همکارۍ د نړيوال سازمان د ذروي انرژۍ ادارې عمومي مدير ويليام ماګوډ په همدې ورځ د ياد فورم په راډيويي غږيزه وينا کې وويل چې له چين سره د نړيوالې ټولنې همکارۍ بې ساری دي. هغه وويل له راتلونکو ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره زموږ د ادارې او چين ترمنځ همکارۍ ډېرې شوې دي. چين زموږ د ادارې مهم ستراتيژيک همکار دی او دوه اړخيزې اړيکې هم په پر له پسې توګه ټينګې شوې دي.په وياړ داسې ويل کيږي چې د ذروي انرژۍ په اړه همکارۍ کې چين او زمونږ د ذروي انرژۍ اداره يو پر بل تکيه کوي او دوه اړخيزې همکارۍ مو بې سارې دي.

اوس مهال د چين د انرژۍ په عمومي جوړښت کې د کيمياوي نفتي انرژۍ ونډه ډېره ده.که چين غواړي چې هغه موخه تر سره کړي چې په ۲۰۲۰ کال کې به له کيمياوي نفتي انرژۍ پرته نورې انرژي د دې عمومي جوړښت په سلو کې پنځلس برخه ونيسي او په ۲۰۳۰ کال کې به دغه برخه په سلو کې شل ته ورسيږي. دغه دنده به ډېره درنه وي. نو بايد د ذروي برېښنا په شمول د پاکو انرژيو د پرمختګ لپاره هڅې وکړو.

په دې هکله د چين د ذروي امنيت د دولتي ادارې مشر ليو هوا پر دې ټينګار وکړ چې د ډاډمنتيا د تامينېدو په حال کې به ذروي برېښنايي چارو ته پرمختګ ور کړو او بايد د ذروي امنيت د قانون له مخې د ذروي امنيت د ساتلو مسئوليت په هر اړخيزه توګه پر غاړه واخلو او په پر له پسې توګه دې د ذروي برېښنا د ادارې امنيتي سويه لوړه کړو په تېره بيا د درېيو نسلونو د ذروي برېښنا د توربينونو د کارولو امنيت او د دغو توربينونو د کيفيت د تأمينولو لپاره هڅې وکړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای