د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم د صنعتګرو اتمه غونډه يعنې د پانګونو شپږم سمينار د اپريل په دوهمه نېټه په تونس کې تر سره شو. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مرستيال رئيس چن شياو ګوانګ، د چين د سوداګرۍ د پرمخبيولو ټولنې مشر ګاو يان، د تونس صدراعظم يوسف شاهد او د عرب ليګ د سرمنشي مرستيال کمال حسن علي په دې غونډه کې ګډون کړی و.
چن شياو ګوانګ د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکاريو يوه مهمه برخه ده.اوس چين د عربي هېوادونو دوهم لوی سوداګريز همکار دی او عربي هېوادونه د چين د اومو نفتو تر ټولو زياتې واردېدونکې سرچينې، په ټيکه د پروژو د اخيستلو مهم بازارونه او د متقابلې پانګونې همکاران دي.تېر کال د چين او عربي هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت ۲۴۴ مليارډه ۳۰۰ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی دی.دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د دواړو خواوو خلکو ته ډېرې ګټې رسولې دي او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو پل ګرځېدلی دی. تېر کال دواړو خواوو د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادې په اړه عملي اعلاميه خپره کړه چې دوه اړخيزې همکارۍ نوي پړاو ته داخلې شوي دي.
د چين او عربي هېوادونو څه باندې شپږو سوو صنعتګرو په دې غونډه کې ګډون کړی و او د غونډې په پای کې د تونس اعلاميه خپره شوه.
د چين او عربي هېوادونو د صنعتګرو غونډه د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ فورم تر چوکاټ لاندې مهم ميکانيزمي فعاليت دی او په هر دوو کلونو کې په نوبتي توګه په چين او عربي هېوادونو کې تر سره کيږي چې موخه د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پرمخبيول دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |