CRI Online

د تکنالوژۍ نوښت د ښه کيفيت پرمختګ مخ په وړاندې بيايي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-03 15:18:33


له تېرو څو کلونو راهيسې د چين اقتصاد د چټک پرمختګ له مرحلې څخه د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ مرحلې ته داخل شوی يعنې د شمېر د زياتوالي له موندلو څخه کيفيت موندلو ته لومړيتوب ورکړل شوی، د هغو توليداتو له سيستم څخه چې تخنيکونه يې ټيټ او اضافي ارزښت يې کم دي، د لوړ تخنيک او اضافي ارزښت لرونکو توليداتو سيستم ته بدل شوي، د سرچينو د لګولو په بيه له پرمختګ څخه د چاپيريال ساتنې پر بنسټ د پرمختګ په لور خوځېدلی. د تکنالوژيک نوښت پر بنسټ د ښه کيفيت پرمختګ د بېجينګ د ابادولو ځانګړتيا ګرځېدلې ده،

(( کوانګ شه تکنالوژي)) چې په ۲۰۱۱ کال کې د بېجينګ په جونګ ګوان څون کې جوړ شوی تخنيکي شرکت دی، په ۲۰۱۸ کال کې د کمپيوټري تصوير په برخه کې د مصنوعي ځيرکتيا په لسو لويو نړيوالو شرکتونو کې انتخاب شوی. د انساني مخ پېژندلو، د انساني وجود پېژندلو، د لاسي عمل پېژندلو او انځور پېژندلو په شمول د کمپيوټري تصوير او حسي تکنالوژۍ د نوموړي شرکت مهم او کليدي تخنيکونه دي. د دې شرکت مرستيال مشر شيه يي نان د يوې بېلګې په توګه وويل، د مصنوعي ځيرکتيا کمره او بکس د يو دوکان لپاره معلومات راټولولی او تحليلولی شي، تر څو د مزدورۍ لګښت کم شي او ګټې زياتې شي.

(( يو دوکان چې مساحت يې دری يا څلور سوه متره مربع دی، يوازې د دې سامان د سمبالولو له لارې د هغو معلوماتو د ثبت سيستم خپلولی شي چې هره ورځ په هره غرفه کې کوم سوداګريز توکي اخيستل شوی، د يوې غرفې په وړاندې د اخيستونکو پاتې منځنی وخت څومره دی، د هر توکي ګټه څومره ده او د هر کارکوونکي کاري موثريت څنګه دی؟ ))

د (( کوانګ شه تکنالوژي )) شرکت په اند، مصنوعي ځيرکتيا د انسانانو پر ځای د کار کولو په موخه نه ده، بلکې د نورو تخنيکي اصلاحاتو په شان کارونه او ژوند اسانه کولی شي، موثريت لوړولی شي او انساني ټولنې ته ګټې رسولی شي.

د بېجينګ په جونګ ګوان څون کې د نوموړي په شان د لوړې تکنالوژۍ شرکتونه زيات دي. په ۲۰۱۸ کال کې د جونګ ګوان څون په نمونوي صنعتي پارک کې د لوړې او نوې تکنالوژۍ د شرکتونو شمېر له ۲۲ زرو څخه اوښتی و او عمومي عايدات يې له ۵۸۰۰ مليارډو يوانو څخه زيات شوي وو چې د وړم کال په پرتله ۱۱ سلنه زيات شوي. په جونګ ګوان څون کې د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د چين له نيمايي نه زيات مهم څېړنيز ارګانونه او د هېواد په کچه لس مهم لابراتوارونه ميشت دي او اړوند ۴۰۰ شرکتونه شتون لري.

په جونګ ګوان څون کې د (( جيو څه فانګ )) په نوم د لويو معلوماتو شرکت د چين له څه باندې ۸۰ ځايي حکومتونو سره په هکارۍ د ښارونو د لويو معلوماتو د ادارې شرکت جوړ کړی. د دې شرکت د مشر لوړ پوړی اجرائيوي مرستيالې لانګ پې پې وويل

(( تېر کال زموږ د شرکت عايدات له ۷۰۰ مليونو يوانو نه زيات او عمومي ګټې څه باندې ۳۰۰ مليونه يوانه وې، د بېجينګ ښار ته مو تر ۷۰ مليونو يوانو زيات ماليات ورکړي. زموږ څېړنيزه ډله له ۲ زرو کارکوونکو څخه جوړه شوې، له ۲۰۰ نه زيات د کمپيوټري سافټويرونو د ملکيت حقوق او انحصاري حقوق مو خپل کړي دي. ))

د نوموړي شرکت په اند، د حکومت لوی او جامع معلومات به د هېواد د حکومتوالۍ د بشپړوالي او د اقتصادي شکل د بدلون او د چيني اقتصاد د ښه پرمختګ په برخو کې ګټور رول ولوبوي.

حکومت د خدمت کوونکي رول لوبوي، شرکتونه د بازار لارښوونکی رول لوبوي، د دواړو خواوو د همکارۍ له لارې د بېجينګ اقتصاد د ښه کيفيت پرمختګ موندل کيږي. د بېجينګ د ښاروال مرستيال لين که چينګ وويل

(( حکومت به د ماليې، ځمکې او استعداد لرونکو کسانو په برخو کې ملاتړ کوونکې تګلارې پلې کړي، په جونګ ګوان څون کې به د نړيوالو استعداد لرونکو کسانو په اړه به نوي مقررات تطبيق کړي او د لوړې تکنالوژۍ صنعت د مهمو پروژو د عملي کېدو لپاره به هڅې وکړي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای