CRI Online

په خدمتي چارو کې د پرانيستې تګلارې د لا پراختيا په رڼا کې به د اقتصاد ښه کيفيت لرونکی پرمختګ پياوړی شي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-05 11:25:22

د چين اقتصاد په تېرو ۴۰ کلونو کې د پرانيستې تګلارې په رڼا کې چټک پرمختګ موندلی دی، نو چين په دې نظر دی چې د اقتصاد ښه کيفيت لرونکی پرمختګ به په راتلونکې کې د پرانيستې تګلارې په لا پراختيا سره رامنځته شي. د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په راپور کې ليکل شوي چې چيني بازار ته د ننوتلو ميعار به په لويه اندازه ټيټ شي او په خدمتي چارو کې به پرانيسته تګلاره لا پراخه شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د (بو او) اسيايي فورم او د چين د وارداتو د نړيوال نندارتون د پرانيستونکو مراسمو په شمول زياتو رسمي وضعيتونو کې پر دې ټينګار کړی چې په خدمتي چارو کې پرانيسته تګلاره دې لا پراخه شي او په هره ساحه کې دې د ورخلاصون نوي جوړښت رامنځته شي.

د اقتصاد د پرمختيايي تمايل او د نړيوالو اقتصادي قواعدو ته په پام سره به په راتلونکې کې، خدمتي چارې به د پرمختګ عمده ټکی وګرځي او د چين د اقتصاد د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ يوه مهمه برخه ده. چين په ۲۰۱۵م کال کې د نړيوالو متداولو قواعدو په نښلولو سره په خدمتي چارو کې د ورخلاصون سيسټم د جوړولو او د اقتصاد د ورخلاصون د نوي دولتي نظام د څيړلو په هکله د ازموينې په توګه په بېجينګ کې د خدمتي چارو د پرانيستې تګلارې په اصلاحات پيل وکړ. د بېجينګ د سوداګرۍ ادارې مرستيالې ليو مې ينګ وويل،

په خدمتي چارو کې د پرانيستې تګلارې د پراختيا عمومي ازموينه د چين د پلازمېنې په توګه د بېجينګ د اقتصاد د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ د پياوړتيا لپاره يو ځواک دی. موږ په دې نظر يوو چې لومړی به د پرانيستې تګلارې د پراختيا په رڼا کې زموږ بازار ته د ننوتلو ميعار ټيټ شي او يو شمېر غوره سرچينې به د بېجينګ په محور راغونډ شي چې دا به د پلازمېنې د اقتصاد د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ لپاره مهمه زمينه برابره کړي. دوهم، د نظام او ميکانيزم د نوښت له لارې به پانګونو ته د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې د اصلاحاتو نوې مرحلې او نړيوال معيارونه پياوړي شي چې دا به د نظام په برخه کې د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ څخه د ملاتړ زمينه برابره کړي. درېيم، موږ به د سوداګريز چاپيريال د ښه والي له لارې لوړې کچې ته د اقتصاد د پياوړتيا لپاره هڅې وکړو چې دا به د پلازمېنې د اقتصاد د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ د پياوړتيا لپاره خوځنده ځواک وګرځي.

ABB ګروپ له سلو نه په زياتو هېوادونو او سيمو کې سوداګريزې چارې او په عصري تخنيکونو کې غوره والی لري. مرکزي دفتر يې د سويس په زوريچ کې پروت دی. دغه ګروپ د تېرې پيړۍ په اتمه ليسزه کې په چين کې په خپلو سوداګريو پيل کړی دی. څرنګه چې په تېرو څو کلونو کې په بېجينګ کې سوداګريز چاپيريال ښه شوی، نو دغه ګروپ په چين کې پر پرمختګ ټينګ باور لري. په چين کې د دغه ګروپ د فرعي شرکت مرستيال کانګ ليانګ وويل،

د صادراتي څيړنې په شمول زموږ خدمتي چارو په تېرو څو کلونو کې ښه پرمختګ موندلی او د خدمتي چارو د پرانيستې تګلارې د پراختيا په رڼا کې مو د نړيوال صلاحيت د منلو او د نويو کارکوونکو د استخدام په شمول د بېجينګ له امتيازونو څخه ګټې اخيستې دي. موږ په چين کې پر خپلو چارو پوره باور لرو او ABB ګروپ به په چين کې لا زياتې پانګې واچوي، د توليد تجهيزات به نوي کړي او د څيړنې توان به لوړ کړي، تر څو د بېجينګ د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ د پياوړتيا لپاره خدمت وکړي.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې په بېجينګ کې د خدمتي چارو لخوا له بهرنيو پانګونو څخه د استفادې انډول کابو ۹۰٪ ته رسېدلی او همدارنګه د بېجينګ په GDP کې د خدمتي چارو انډول ورځ په ورځ زياتېږي چې له ۸۰٪ څخه زيات شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای