CRI Online

تبصره: ټوله نړۍ هيله لري چې چين او امريکا په ګډه نړيوالې دندې پر غاړه واخلي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-06 15:49:34

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپينې ماڼۍ کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو له غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيزو اقتصادي خبرو اترو له چيني لارښوونکي ليو هه سره وکتل. ليو هه اوس په واشنګټن کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد د عالي رتبه مشورو په نهم پړاو کې ګډون او په خبرو بوخت دی. ولسمشر ټرمپ په دغه کتنه کې هيله څرګنده کړې ده چې د دواړو خواوو اقتصادي ګروپونه ژر يو هراړخيز او تاريخي تړون لاسليک کړي. دا به نه يوازې د امريکا او چين لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ګټور وي. هغه د نړيوالو دندو د يادونې په وخت کې وويل، چې امريکا او چين بايد نړيوالې دندې پر غاړه واخلي.

د پاملرنې وړ ځای دا دی چې تردې مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په څو وضعيتونو کې پر دې ټينګار کړی و چې چين او امريکا د نړيوالې سولې او سمسورتيا د پياوړتيا په برخه کې ګډې او مهمې دندې لري. دا ځل رئيس شي جين پينګ د ليو هه له خوا ولسمشر ټرمپ ته يو شفاهي پيغام وړاندې کړ او په شفاهي پيغام کې يې پر دې ټينګار وکړ چې د اوسني وضعيت پر وړاندې، د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون خوري. دا د دواړو خواوو د ستراتيژيکو لارښوونکو توانونو ته اړتيا لري. له دې لحاظه، د نړيوالو دندو په اړه د ولسمشر ټرمپ خبرې د رئيس شي جين پينګ اړوندو خبرو ته مثبت غبرګون دی.

رښتيا ده چې د اوسنۍ نړۍ پر مخ لوی بدلونونه شتون لري چې له سلو کلونو راپدېخوا ساری نه لري. ټوله نړۍ اميد لري چې چين او امريکا په نړۍ کې د اغيزمنو لويو هېوادونو په توګه په درېيو برخو کې ګډې دندې پر غاړه واخلي.

لومړی د پرمختګ مسؤليت دی. په اوسنۍ نړۍ کې پرمختګ تر ټولو خورا مهمه دنده ده. د اقتصاد پرمختګ نه يوازې نوي خوځنده ځواک ته، بلکې پراخې برابرۍ ته هم اړتيا لري، تر څو د شتمنو او بې وزلو ترمنځ واټن کم شي. چين او امريکا په نړۍ کې د دوو لويو اقتصادي ځواکونو په توګه د نړيوال مالي کسر د سمولو په برخه کې نه بدلېدونکې دنده لري.

دوهم د سولې د ساتلو مسؤليت دی. اوسمهال انسانان له زياتو ننګونو سره مخامخ دي. په ځېنو سيمو کې وضعيت متزلزل، ترهګرۍ سختې دي او غيردوديز امنيتي ګواښونه د زياتېدو په حال کې دي. چين او امريکا د امنيت شورا د دايمي غړيو هېوادونو په توګه د نړۍ د ثبات او امنيت د ساتلو په اړه مسؤليت لري.

درېيم د ادارې مسؤليت دی. په تېرو څو کلونو کې يواړخيزه غوښتنه، ساتونکې غوښتنه او پوپيوليزم د سختېدو په حال کې و او له دې امله هغه نړيوال اداري سيستم له زيانونو سره مخامخ دی چې تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته جوړ شوی و. چين او امريکا بايد د څواړخيز سوداګريز نظام د ساتلو، د پرمختيايي هېوادونو د ګټو د تأمينولو او د نړيوال اداري سيستم د غوره والي لپاره ګډې هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای